اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د انقره بلکينټ سټي روغتون دوره وكړه، انقره سټي روغتون سينئر انتظاميې د هغه تود هركلے وكړو۔دا دوره د 11م ترك ميډيکل ورلډ کانګرېس په موقع شوې ۔د صحت وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا دوره به د 24 نه تر 26 نومبر 2025ء روانه وي۔د روغتيا وزير مصطفي کمال د پاکستان نمائندګي کوي۔د …
د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د انقره بلکينټ سټي روغتون دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د انقره بلکينټ سټي روغتون دوره وكړه، انقره سټي روغتون سينئر انتظاميې د هغه تود هركلے وكړو۔دا دوره د 11م ترك ميډيکل ورلډ کانګرېس په موقع شوې ۔د صحت وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا دوره به د 24 نه تر 26 نومبر 2025ء روانه وي۔د روغتيا وزير مصطفي کمال د پاکستان نمائندګي کوي۔د دورې په مهال د روغتيا وزير او نور پلاوي ته د روغتون فنکشنز ،جديد طبي سهوليات په اړه بريفنګ وركړے شو۔پلاوي د روغتون مهمو طبي څانګو او خصوصي يونټس دوره هم وكړه كومو كښې چې د جديد سهوليات او جديد درملني طريقې وړاندې كېږي۔دغسې وفاقي وزير د ترکيې د روغتيا پراخه نظام ، د رنځورانو مرکز او ټيکنالوجي سره د سمون لرونكو طبي خدمات په اړه خبر كړے شو۔په دې موقع د روغتيا وزير سره د بېل هېوادونو د روغتيا وزيران او سينئر نمائندګان هم موجود وو۔











