اولس د مخالفينو په مسترد کولو ثابت كړېه چې هري پور د مسلم ليګ (ن) دے ۔ وفاقي وزير امير مقام

هري پور 24 نومبر (اے پي پي) د کشمير ،ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د هري پور اولس مننې كولو سره وئيلي دي اولس د مخالفينو په مسترد کولو سره ثابته كړه چې هري پور د مسلم ليګ (ن) قلعه ده،هېواد كښې د دروغو يوه كارخانه فعاله ده او وخت راغلے چې د هغوي ډنډورې په ډاګه …

هري پور 24 نومبر (اے پي پي) د کشمير ،ګلګت بلتستان چارو او سيفران وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د هري پور اولس مننې كولو سره وئيلي دي اولس د مخالفينو په مسترد کولو سره ثابته كړه چې هري پور د مسلم ليګ (ن) قلعه ده،هېواد كښې د دروغو يوه كارخانه فعاله ده او وخت راغلے چې د هغوي ډنډورې په ډاګه كړې شي،بابر نواز خان چې په كوم ډول محنت او مينه انتخابي كمپائن چلولے هغه د ستائنې وړ دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ هري پور كښې د انتخابي کاميابۍ په موقع خطاب کښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل نن په پېښور كښې د رامخې ته شوې افسوس وړ پېښې غندنه كوو۔ده د شهيدانو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا وكړه۔ده ووئيل هېواد كښې د دروغو يوه كارخانه فعاله ده او اوس وخت راغلے چې د هغوي ډنډورې په ډاګه كړې شي۔ انجينئر امير مقام د لويې څښتن او هري پور اولس تشكر كولو سره ووئيل اولس د مخالفين په مسترد کولو سره ثابت کړه چې هري پور د مسلم ليګ (ن) قلعه ده۔ده د قائد نواز شريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف او چيف آرګنائزر د پنجاب وزير اعلي مريم نواز شريف د اړخه هم اولس له مباركي وركولو سره ووئيل تاسو يو تارخ رقم كړو ۔امير مقام سردار مشتاق، پير صابر شاه او ټولي تنظيمي ډلي له هم په کاميابۍ مبارکي وركړه۔ده د کيپټن (ر) صفدر هڅو ته هم پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه شپه ورځ محنت کولو سره مثال جوړ كړو ۔ وفاقي وزير د ګوند صوبائي جنرل سيکرټري مرتضيٰ جاويد عباسي او د مسلم ليگ (ن) ټولو څانګو هم خصوصي مننه وكړه۔ده ووئيل بابر نواز خان چې څنګه ډول محنت او په مينه انتخابي كمپائن چلولوے هغه د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل زمونږ فيلډ مارشل حافظ سيد عاصم منير هند له ماتې وركړې او نن د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاکستان د پرمختګ پلو روان دے،په نړيواله كچه د پاکستان پوزيشن ښه كيږي او بهر هېوادونو كښې مېشته وګړي ريکارډ ترسيلات راليږي۔ده ووئيل د هري پور مسئلې زمونږ مسئلې دي او داه ټولي به مونږ حل كوو۔په دې موقع بابر نواز خان پشمول نورو هم خطاب وكړو او د وفاقي وزير پشمول د ګوند ټولو مشرانو او کاركنانو يې مننه وكړه۔

مزید خبریں