اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د اطلاعات وزارت سينئر افسر اشفاق احمد خليل (بي ايس -21) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سيكرټري تعينات كړے شو۔ د وزيراعظم شهباز شريف له منظورۍ څخه وروستو کابینه سېکرټرېټ اسټېبلشمنټ ډويژن نوټيفيكېشن جاري كړو۔ د نوټیفیکېشن له مخې اشفاق احمد خلیل په ډېپوټېشن د سول سرونټس اېکټ 1973ء شق 10 لاندې په فوري توګه تر حكم ثاني سېکرټری اطلاعات و نشریات تعینات كړے شوے دے۔ …
د اطلاعات وزارت سينئر افسر اشفاق احمد خليل د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سيكرټري تعينات ٬ نوټيفيكېشن جاري

مزید خبریں
اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د اطلاعات وزارت سينئر افسر اشفاق احمد خليل (بي ايس -21) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سيكرټري تعينات كړے شو۔ د وزيراعظم شهباز شريف له منظورۍ څخه وروستو کابینه سېکرټرېټ اسټېبلشمنټ ډويژن نوټيفيكېشن جاري كړو۔ د نوټیفیکېشن له مخې اشفاق احمد خلیل په ډېپوټېشن د سول سرونټس اېکټ 1973ء شق 10 لاندې په فوري توګه تر حكم ثاني سېکرټری اطلاعات و نشریات تعینات كړے شوے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اشفاق احمد خليل دې څخه وړاندې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت كښې د اېډیشنل سېكرټري په حېث خپل خذمات ترسره كول۔ اشفاق احمد خلیل د اطلاعاتو په وزارت كښې په بېلو مهمو منصبونو هم پاتے شوے دے۔ ده په پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ پېښور كښې د ډي جي او پاکستان اېمبېسی ټوکیو جاپان كښې د پرېس قونصلر په حېث خذمات ترسره كړي دي۔ دې سره سره نوموړے په ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلی کېشنز، پېمرا، انفارمیشن سروس اکېډمی او پی آئی ډی كښې په بېلو مهمو عهدو پاتے شوے دے۔ وزيراعظم شهباز شريف د اطلاعاتو وزارت د سينئر افسرانو طارق خان، ارشد منیر، اشفاق احمد خلیل، عمرانه وزیر او سعید احمد شېخ انټرويو وكړه او په دوئي كښې يۍ د اشفاق احمد خلیل نامه شارټ لسټ كولو سره دې منصب لپاره غوره كړو۔ د اطلاعاتو وزارت له مخې نوې تعيناتۍ څخه وروستو به په وزارت كښې په انتظامی او پالېسي كچه تسلسل روان وي او حكومتي رابطه كاري به لا فعاله شي











