اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په پيښور كښې په ايف سي هيډكوارټر د فتنة الخوارج بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې اولس په خپل پوليس ٬ اېف سي او ځواكونو وياړي۔ د ګل په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې فېصل كريم كنډي اعلی چارواكو څخه د پېښې تفصيلات معلوم كړل۔ ګورنر د بريد په ځواب كښې د …
د ګورنر فيصل كريم كنډي په ايف سي هيډ كوارټر د فتنة الخوارج بريد سخته غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په پيښور كښې په ايف سي هيډكوارټر د فتنة الخوارج بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې اولس په خپل پوليس ٬ اېف سي او ځواكونو وياړي۔ د ګل په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې فېصل كريم كنډي اعلی چارواكو څخه د پېښې تفصيلات معلوم كړل۔ ګورنر د بريد په ځواب كښې د امنيتي ځواكونو د فوري اېكشن ستائنه كولو سره هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس په خپل پوليس ٬ اېف سي او ځواكونو وياړي۔ ده ووئيل زمونږ اهلكارو شهادتونه وړاندې كولو سره د اسلام ٬ هېواد او انسانيت دښمنان په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړي دي۔ ګورنر د شهيدانو خپلوانو سره غمرازي كولو سره د ژوبل شوو زر روغتا له دعا وكړه۔ ده ووئيل دا بريد د بهرنۍ مرستې لرونكو فعاله خارجي ترهګرو بزدلانه كارروائي ده۔











