د وزيراعظم په ضمني ټاكنو كښې كانديدانو له د كاميابۍ په ترلاسه كولو مباركي

اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ضمني ټاكنو كښې د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 104، اېن اے 18، اېن اے 96 او د پنجاب اسمبلۍ حلقه پی پی 115،پی پی98 او پی پی 73 څخه د مسلم لیګ (ن) كانديدانو ته په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې …

اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ضمني ټاكنو كښې د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 104، اېن اے 18، اېن اے 96 او د پنجاب اسمبلۍ حلقه پی پی 115،پی پی98 او پی پی 73 څخه د مسلم لیګ (ن) كانديدانو ته په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړې ده۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په ضمني ټاكنو كښې د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 104 فېصل آباد څخه د مسلم لیګ(ن) كانديد دانیال احمد، اېن اے18هری پور څخه د مسلم لیګ(ن) كانديد بابر نواز خان، اېن اے 96 فېصل آباد څخه د مسلم لیګ(ن) كانديد اېم بلال بدر، د پنجاب اسمبلۍ حلقه پی پی115 فېصل آباد څخه د مسلم لیګ(ن) كانديد اېم طاهر پروېز، پی پی98 فېصل آباد سے د مسلم لیګ(ن) كانديد آزاد علی تبسم او پی پی73 سرګودھا څخه د مسلم لیګ(ن) لارښود میاں سلطان علی رانجھا له د كاميابۍ په ترلاسه كولو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په ضمني ټاكنو كښې كاميابي د پاك پروردګار په فضل او بيا د قائد نواز شريف د وژن ٬ د هغه د ځانګړې مشرتابه او د ګوند د كارمندانو د سختې خوارۍ له امله ترلاسه شوه۔ په ضمني ټاكنو كښې كاميابۍ د پنجاب وزيراعلی مريم نواز د صوبې اولس پرمختګ او خېر ښېګړې لپاره د شپې او ورځې په خوارۍ د اولس د باور څرګندونه ده۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل په ضمني ټاكنو كښې اولس د مسلم ليګ (ن) د اولسي خذمت په جذبه د باور څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون كاميابي ترلاسه كوؤنكي ټول غړي به د خپلو خپلو حلقو ترجماني كولو سره په اولسي خذمت كښې شپه او ورځ بوخت پاتې كيږي۔

مزید خبریں