اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندے د پاكستان د حسن قراﺀت اولنۍ نړيواله مقابله سبا د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې پېل كيږي كومه به چې تر 29 نومبر دوام لري۔ بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكي حفاظ كرام په مقابله كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته رارسېدلې دي او د نورو د رارسېدو لړۍ روانه ده۔ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ …
د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندے د پاكستان د حسن قراﺀت اولنۍ نړيواله مقابله د ګل په ورځ كيږي٬ د ميلمنو د راتللو لړۍ روانه ده

مزید خبریں
اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندے د پاكستان د حسن قراﺀت اولنۍ نړيواله مقابله سبا د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې پېل كيږي كومه به چې تر 29 نومبر دوام لري۔ بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكي حفاظ كرام په مقابله كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته رارسېدلې دي او د نورو د رارسېدو لړۍ روانه ده۔ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د او آئی سی 57 غړو هېوادونو حفاظ كرام به په دې مقابله كښې برخه اخلي۔ په بېلو كېټېګريز كښې مقابلې به څلور ورځې روانې وي۔ په مقابله كښې اولني ٬ دويم او درېم پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ته به په 29 نومبر انعامونه وركولې شي۔ د نړيوالې كچې 4 قاريان به د ججانو په حېث خپله ذمه واري ترسره كوي۔ قاری سید صداقت علی به چيف جج و ي۔ وياند وئيلي چې دا مقابله به د پاكستان په ديني او مذهبي منظر نامه كښې يو سنګ ميل ثابت شي چې مقصد يۍ د قرآن حكيم ترويج ٬ د ديني اقدارو وده او د قرآني علومو ډاډګيرنه كول دي۔ د قرأت مقابلې به په جناح کنونشن سېنټر كښې كيږي۔











