د پاكستانۍ پولې بندش له امله د سخت معاشي زيان باوجود د افغان طالبان ضد هم هغسے دے ٬ د افغان اولس سخت غبرګون

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د پاكستانۍ پولې بندش له امله د سخت معاشي زيان باوجود د افغان طالبان ضد هم هغسے دے٬ د پاك افغان پولې بندې پاتې كېدو سره په افغان معيشت منفي اغېزې ښكاره ليدلې شي په كومو چې افغان اولس سخت غبرګون ښكاره كړے دے۔ د افغان خپرونې ادار آمو ټي وي له مخې پاكستان سره د پولې د بندش د لاسه په افغانستان كښې د بنيادي …

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د پاكستانۍ پولې بندش له امله د سخت معاشي زيان باوجود د افغان طالبان ضد هم هغسے دے٬ د پاك افغان پولې بندې پاتې كېدو سره په افغان معيشت منفي اغېزې ښكاره ليدلې شي په كومو چې افغان اولس سخت غبرګون ښكاره كړے دے۔ د افغان خپرونې ادار آمو ټي وي له مخې پاكستان سره د پولې د بندش د لاسه په افغانستان كښې د بنيادي څيزونو بيعې تر غېر معمولي حد زياتې شوې۔ په افغان حكومت سخته ټكونه كولو سره افغان اولس وئيلي چې د څيزونو په بيعو كښې زياتوالې اولس لپاره د زغم وړ نه دے پاتې شوې۔ د خوراك بنيادي څيزونه اوس د عامو وګړو تر وس لاندې نه دي پاتې شوې ٬ بې وزله كسان به ګزاره څنګه كوي؟ د افغان چېمبر آف کامرس له مخې هره مياشت د پولې بند پاتې كېدو د لاسه د 200 ملين ډالر زيان كېدې شي۔ په پاكستان د تجارتي انحصار د لاسه د پولې بندش سره افغانستان زيات زيان سره مخ كيږي۔ د پوهانو وېنا ده چې د خوراك او ايندھن زيات شوي نرخونه د يخنۍ په موسم كښې د افغان اولس ژوند لا ګران جوړولې شي۔ كه پاك افغان پوله پرانستلې نه شي نو انساني او اقتصادي زيان زياتېدې شي۔ د قابض افغان طالبان ضد افغانستان د سخت اقتصادي بحران دلدل ته ټېله كړې دې۔

مزید خبریں