اولس په ضمني ټاكنو كښې د بائيكاټ كال مسترد كړو ٬ د رايې حق كارولو څخه منع كول د آئيني حق خلاف ورزي ده: وزير مملكت طلال بدر چوهدري

فېصل آباد ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير مملكت سېنېټر طلال بدر چوهدري وئيلي دي چې د ننو ضمني ټاكنو تر ټولو مهمه نتيجه دا ده چې اولس د بائيكاټ كال مسترد كولو سره جمهوري عمل سره خپل تړون ثابت كړو۔ په اېن اے ۔96 كښې د ووټ له كاسټ كولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په يو ورځ كښې په ګرد هېواد …

فېصل آباد ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير مملكت سېنېټر طلال بدر چوهدري وئيلي دي چې د ننو ضمني ټاكنو تر ټولو مهمه نتيجه دا ده چې اولس د بائيكاټ كال مسترد كولو سره جمهوري عمل سره خپل تړون ثابت كړو۔ په اېن اے ۔96 كښې د ووټ له كاسټ كولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په يو ورځ كښې په ګرد هېواد كښې كېدونكو ضمني ټاكنو كښې دوه بېل اصول ولې خپل كړې شول ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د ووټ كارولو اجازه وركړې شوه او په پنجاب كښې د دې بائيكاټ وكړے شو۔ ده ووئيل څوك د رايې حق كارولو څخه منع كول د آئيني حق خلاف ورزي ده او الېكشن كمېشن به په دې جمهوري حق د بريد نوټس كله اخلي۔ ده ووئيل الېکشن کمېشن بېل نوعيت نوټسې جاري كړې دي په كومو كښې چې يو ماته هم ترلاسه شوے دے ٬ مسلم ليګ (ن) به ددې ټولو ځواب آئيني او قانوني طريقې سره وركوي۔ ده ووئيل نن اولس ووټ د پنجاب د وزيراعلی د كاركردګۍ او د وزيراعظم شهباز شريف د حكومتي پالېسيو په اعتراف كښې كارولې دې د چا د نعرې په ځواب كښې نه۔ ده ووئيل د جړانواله په شمول په بېلو سيمو كښې ټرن آؤټ د روايتي ضمني ټاكنو څخه زيات وليدلے شو او په كوم هم پولنګ سټېشن څخه د عملي بائيكاټ رپورټ رامخے ته نه شو۔ ده په سېكورټي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل پولیس، رېنجرز او د پاك پوځ ډلې د الېكشن كمېشن په آپرېشنل كنټرول كښې تعينات پاتې شوې او كومه ناوړه پېښه رپورټ نه شوه۔ ده ووئيل اولس يو وارې بيا دا ثابت كړه چې هغوي تقسيم پېدا كوؤنكو بيانيو سره نه بلكې جمهوريت سره ولاړ دي او په ګڼ شمېر كښې ووټ اچولو سره يۍ دې سره د خپل تړون عملي ثبوت وړاندے كړو۔

مزید خبریں