په زياتره حلقو كښې پي ټي آئي ضمني ټاكنو څخه بائيكاټ كړې٬ د بائيكاټ په سياسي توګه تل نقصان وي ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي مسلم ليګ (ن) به واضحه بريا ترلاسه كړي : عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې په زياتره حلقو كښې پي ټي آئي ضمني ټاكنو څخه بائيكاټ كړې٬ د بائيكاټ په سياسي توګه تل نقصان وي ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي مسلم ليګ (ن) به واضحه بريا ترلاسه كړي۔ د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ننۍ ورځ په مجموعي توګه ښه پاتې شوه۔ په …

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې په زياتره حلقو كښې پي ټي آئي ضمني ټاكنو څخه بائيكاټ كړې٬ د بائيكاټ په سياسي توګه تل نقصان وي ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي مسلم ليګ (ن) به واضحه بريا ترلاسه كړي۔ د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ننۍ ورځ په مجموعي توګه ښه پاتې شوه۔ په لاهور كښې په پولنګ کېمپس غېر معمولي رش دے او په پولنګ اسټېشنز د ګڼ شمېر وګړو تلل راتلل ليدلې شي۔ ده ووئيل په ډېرہ غازی خان كښې مشران ٬ ځوانان او مېرمنې په زيات شمېر كښې ووټ كاسټ كولو له كورونو څخه وتلي دي۔ عطاء تارړ ووئيل په لاهور كښې د مسلم لیګ (ن) كانديد پوزيشن مضبوط دے او د پولنګ په مهال د ګوند ډلې په مېدان كښې متحرك دي۔ په لاهور ٬ فېصل آباد، ساهیوال او ډېره غازي خان كښې د مسلم ليګ ټرن آؤټ د ډاډ وړ دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم پرفارمنس په ملكي او نړيواله كچه تسليمولې شي۔ دغسې مريم نواز په صوبه كښې په زړه پورې كاركردګي ښودلې ده۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د پاكستان د وسله والو ځواكونو د صلاحيتونو اعتراف شوے دے او د پاكستان اكانومي ستائلې شوې ده۔ ده ووئيل ننۍ ټاكنې به د پرفارمنس او ډلېيوري ټاكنې وي۔ په دبئی ایئر شو كښې د هندي الوتكې د پېښې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د دې پېښی پلټنې روانې دي او د انوسټي ګېشن نه غېر كومه حتمي رائې وركول به له وخت وړاندې وي۔ ده ووئيل دا مهال دا وئيل مشكل دي چې دا پېښه د ټيكنيكل خرابۍ له امله رامخې ته شوې يا له كوم بل سبب د لاسه۔

مزید خبریں