پاكستان د نړۍ تر ټولو ښه ټيلنټ لري ٬ ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دي٬ سوئمنګ هغه لوبه ده په كومه كښې چې پاكستان ځانګړے مقام ترلاسه كولے شي : عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرعطاﺀ تارړ په نېشنل اېج سوئمنګ چېمپئن شپ كښې د ځوانانو لامبوزنو كاركردګي ستائلو سره وئيلي دي چې په پاكستان كښې د نړۍ تر ټولو ښه ټيلنټ موجود دے ٬ ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دي٬ سوئمنګ هغه لوبه ده په كومه كښې چې پاكستان ځانګړے مقام ترلاسه كولے شي٬ د وزيراعظم په خصوصي لارښوونه به د سوئمنګ پول د رنګ روغن …

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرعطاﺀ تارړ په نېشنل اېج سوئمنګ چېمپئن شپ كښې د ځوانانو لامبوزنو كاركردګي ستائلو سره وئيلي دي چې په پاكستان كښې د نړۍ تر ټولو ښه ټيلنټ موجود دے ٬ ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دي٬ سوئمنګ هغه لوبه ده په كومه كښې چې پاكستان ځانګړے مقام ترلاسه كولے شي٬ د وزيراعظم په خصوصي لارښوونه به د سوئمنګ پول د رنګ روغن كار په بشپړ ډول ترسره كولے شي او لوبغاړو ته به د نړيوال معيار آسانۍ وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په پاکستان سپورټس کمپلېکس كښې د 29م نېشنل اېج ګروپ سوئمنګ چېمپئن شپ 2025ء (بوائز) او 24م نېشنل اېج ګروپ سوئمنګ چېمپئن شپ 2025ء (ګرلز) د انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير د ایونټ په بهترين انتظام انتظاميې ته مباركي وركولو سره ووئيل د انډر 10، انډر 12، انډر 14 او انډر 16 ټولو کېټڼیګیریز كښې هلكانو او انجونو د بشپړ سپورټس مېن سپرټ، خوارۍ او جذبې عملي ثبوت وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د نړيوال معيار ټېلنټ لري او ځائي كوچز هم په دې كښې بشپړ كردار ترسره كړے دے۔ ده په نړيواله كچه د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكې لامبوزنې کرن خان په خاص توګه ذكر كولو سره ووئيل سوئمنګ هغه لوبه ده په كومه كښې چې پاكستان ځانګړې مقام ترلاسه كولې شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د هېواد صلاحيت لرونكي ځوانان به په سباؤن كښې سېف ګېمز ٬ ايشين ګېمز او اولمپك ته ورسي او د پاكستان نامه به روښانه كړي۔ ده اعلان وكړو چې د وزيراعظم په خصوصي هدايت به د سوئمنګ پول د رنګ روغن كار په بشپړ ډول ترسره كړے شي او لوبغاړو ته به د نړيوال معيار آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د ځوانانو كاركردګۍ زړونه ګټلي دي او د پاكستان سباؤن ددې لوبغاړو په لاسونو كښې روښانه ښكاري۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير په سوئمنګ مقابلو كښې اعلی كاركردګي ښودونكو لوبغاړو له انعامونه وركړل۔

مزید خبریں