د نړيوالو كركټ لوبډلو راتلو په مهال روټ د ميلمنو لوبغاړو حفاظت او هيواد كښې د نړيوال كركټ بحالۍ تسلسل لپاره لګولے شي٬ وګړي دې معمولي زحمت ته مثبت نظر سره وګوري: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔23 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د نړيوالو كركټ لوبډلو د راتلو په مهال روټ د مېلمنو لوبغاړو حفاظت او په هيواد كښې د نړيوال كركټ بحالۍ تسلسل لپاره لګولے شي ٬ وګړي دې د معمولي وخت زحمت په مثبت ډول واخلي۔ د اتوار په ورځ دلته د نړيوالو كركټ لوبډلو د موومنټ په مهال د لګولې شوي روټ او …

اسلام آباد۔23 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د نړيوالو كركټ لوبډلو د راتلو په مهال روټ د مېلمنو لوبغاړو حفاظت او په هيواد كښې د نړيوال كركټ بحالۍ تسلسل لپاره لګولے شي ٬ وګړي دې د معمولي وخت زحمت په مثبت ډول واخلي۔ د اتوار په ورځ دلته د نړيوالو كركټ لوبډلو د موومنټ په مهال د لګولې شوي روټ او وګړو ته د پېښو مسئلو حوالې سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل كله چې بهر هېوادونو څخه لوبډلې راځي نو د سیکورټی کلیئرنس لمخې روټ لګول ضروري وي۔ زياتره وګړي په دې صورتحال شكايت كوي ٬ نن زه خپله دلته ولاړ يم او لوبډلې دې ځايې څخه تېرېږي۔ ده ووئيل كركټ پاكستان ته له ډېرې خوارۍ وروستو راغلے دے د دې مخ په وړاندې بوتللو له به د يو بل مرسته كول وي۔ وفاقی وزیر ووئيل په سري لنكا كښې هم داسې مسئلې وې۔ دغلته د اېل ټي ټي اي د لاسه سخت امنيتي انتظامات د معمول برخه پاتې شوي دي۔ ده ووئيل مونږ له به د ټكونو په ځايې دې قسم امنيتي اقداماتو ته په مثبت نظر كتل وي۔ ده ووئيل حالات پرله پسې مخ په ښه كېدو دي٬ په سباؤن كښې به دا ډول زحمتونه كم شي۔ ده ووئيل وګړي دې معمولي زحمت زغملو سره د قومي لوبې بحالۍ او د هېواد شناخت لپاره مرسته روانه وساتي۔

مزید خبریں