د پاكستان په موسمياتي زيانونو كښې د زياتوالي له امله په کانفرنس آف دی پارټیز كښې د موسمياتي مالي مرستې غوښتنه

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) پاکستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه په موسمياتي لحاظ سره كمزورې پرمختګ كوؤنكو هېودونو لپاره په تند رفتاره ګرانټ اډانه لرونكې او د پېشګويۍ وړ مالي مرسته باوري كړي٬ د سختو موسمي پېښو بار بار راتللو دلاسه هغه هېوادونه د قرضونو زيات فشار او د پرمختګ په رفتار كښې د كمي ښكار كيږي كوم چې په نړيوال اخراج كښې تر ټولو كمه برخه …

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) پاکستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه په موسمياتي لحاظ سره كمزورې پرمختګ كوؤنكو هېودونو لپاره په تند رفتاره ګرانټ اډانه لرونكې او د پېشګويۍ وړ مالي مرسته باوري كړي٬ د سختو موسمي پېښو بار بار راتللو دلاسه هغه هېوادونه د قرضونو زيات فشار او د پرمختګ په رفتار كښې د كمي ښكار كيږي كوم چې په نړيوال اخراج كښې تر ټولو كمه برخه لري۔ دا غوښتنه د يوې اعلی كچې په ضمني غونډه كښې وشوه چې سرخط يۍ” په عملي توګه د زيانونو او تلافۍ نفاذ په كمزورې هېوادونو كښې بحالۍ او مزاحمت لپاره مالياتي مرسته” ؤ۔ دا غونډه د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت او د يونېسف اشتراك سره د برازيل په بیلیم ښار كښې د نړيوال موسمياتي غونډې په موقع په پاكستاني پوېلين كښې وشوه۔ د اتوار په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په خپل خطاب كښې د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت سېكرټري عائشه حمېرہ موریانی ووئيل چې پاكستان د نړيوال ګرين هاؤس ګېسونو په اخراج كښې د معمولي برخې لرلو باوجود په قومي كچه موسمياتي مزاحمت زياتولو له بشپړه سرمايه كاري كوي۔ دې ووئيل د كال 2022 او 2025 تباهي خپرونكو سېلابونو د لكھونو په شمېر وګړي بې كوره كړل۔ په پراخا كچه انفراسټركچر تباه شو او د څو اربه ډالرو معاشي زيان وشو۔ غونډې ته خطاب كوؤنكو په دې خبره زور راوړو چې د نقصان او تلافي نظام فعاله كولو له نوې ٬ اضافي او نرم مالي مرسته ضروري ده۔ دوئي ووئيل ددې بحران زيات ناوړه اثر په كوچنيانو كيږي او په پاكستان كښې د آبادۍ نزدې نيمه برخه اتلس كاله څخه په كم عمر لرونكو وګړو مشتمل ده۔ دوئي خبردارې وركړو چې پرله پسې راتلونكي آفتونه غذائیت، صحت، تعلیم او ذهنی کېفېت اغېزمن كوي۔ دوئي ووئيل داسې نظام بايد وضعه كړې شي چې ورسره د ګلېشيئرز د ويلې كېدو ٬ په سمندي كچه كښې د زياتوالي او صحراكارۍ سره سره د ناڅاپي راتلونكو آفتونو تندۍ سره مخنيوې وكړې شي۔ د وزارت وياند اېم سليم شېخ ووئيل د بحث مهم اړخ تر ټولو زياتو كمزور طبقو په خاص توګه كوچنيانو او ځوانانو ته نېغ په نېغه مرسته رسول وو۔ ده ووئيل پاكستان د نقصاناتو او تلافۍ فنډ په ابتدائي فنډنګ سائیکل كښې د دوه منصوبو جمع كولو تياري اعلان كړې ده كومو كښې چې د سماجي انفراسټرکچر په بحالۍ او په زرعي څانګه ٬ سماجي نظام او آبي وسائل كښې مزاحمت زياتولو ته خاص پام شوے دے۔ عائشه حمېرہ موریانی باور وركړو چې پاکستان ملګرو ملتونو ، نړيوال همكارانو او موسمیاتی مالیاتی ادارو سره په ګډه د يو عادلانه نړيوال نظام جوړولو عزم لري دغسې چې كمزورو هېوادونو ته هغه وسائل ترلاسه شي كوم چې په تعمير نو او تندۍ سره بدلېدونكو موسمي حالاتو كښې پرمختګ لپاره ضروري دي۔

مزید خبریں