د لنډ مهاله اولس مشر سيد يوسف رضا ګيلاني د دربار حضرت موسی پاك شهيد دوره ٬ د دربار پراختيا سره د اړوندو بيلو چارو جاج يۍ واغست

ملتان۔ 23 نومبر (اے پی پی) لنډ مهاله اولس مشر سيد يوسف رضا ګيلاني د اتوار په ورځ د دربار حضرت موسی پاك شهيد دوره وكړه۔ د دورې په مهال سجادہ نشین سید ابو الحسن جمال الدین ګیلانی د لنډ مهاله صدر دستاربندي وكړه۔ په دې موقعه سيد يوسف رضا ګيلاني مزار ته حاضري وكړه او دربار ته پراختيا وركولو سره د اړوندې بېلو چارو جاج يۍ واغست۔ دوئي د …

ملتان۔ 23 نومبر (اے پی پی) لنډ مهاله اولس مشر سيد يوسف رضا ګيلاني د اتوار په ورځ د دربار حضرت موسی پاك شهيد دوره وكړه۔ د دورې په مهال سجادہ نشین سید ابو الحسن جمال الدین ګیلانی د لنډ مهاله صدر دستاربندي وكړه۔ په دې موقعه سيد يوسف رضا ګيلاني مزار ته حاضري وكړه او دربار ته پراختيا وركولو سره د اړوندې بېلو چارو جاج يۍ واغست۔ دوئي د مزار د مسجد د بېلو برخو معائنه وكړه او د توسيعي منصوبې په تكنيكي اړخونو يۍ ډپټي كمشنر ملتان وسيم حامد سندھو څخه بريفنګ واغست۔ دوئي هدايت وكړو چې د دربار په توسيعي منصوبه دې د كار رفتار تند كړے شي۔ دوئي تاكيد وكړو چې توسيعي منصوبه كښې دې د نوموړو انجينئرانو او اړوندو تكنيكي پوهانو خذمات په سمدستي ډول ترلاسه كړې شي۔ دوئي د سكيورټي انتظاماتو هم جاج واغست او ضروري هدايات يۍ جاري كړل۔ وسیم حامد سندھو باور وركړو چې په توسيعي منصوبه به كار ډېر زر پېل شي او د ټولو پړاؤنو به سخته نګراني كولې شي۔

مزید خبریں