د پاكستان په غزه كښې د اسرائيلي قابض ځواكونو د اوسنيو بريدونو غندنه

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) پاکستان په غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو د اوسنيو بريدونو سخته غندنه كړې ده د كومو په نتيجه كښې چې يو شمېره فلسطيني وګړي او په خاص توګه مېرمنې او كوچنيان شهيدان شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې داسې اقدامات د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو او په دې وروستيو …

اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) پاکستان په غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو د اوسنيو بريدونو سخته غندنه كړې ده د كومو په نتيجه كښې چې يو شمېره فلسطيني وګړي او په خاص توګه مېرمنې او كوچنيان شهيدان شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې داسې اقدامات د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو او په دې وروستيو كښې په شرم الشېخ كښې د ترسره شوې لوظنامې ښكاره خلاف ورزي ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا بريدونه د اوږدې مودې امن لپاره روانو هڅو ته هم زيات زيان رسوونكي دي۔ د پاكستان حكومت په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې فوري اقدامات كولو سره د اسرائيلي جارحيت مخه ونيسي او د نړيوال بشري حقونو او بشري قوانينو تحفظ دې باوري كړي۔ پاكستان يو وارې بيا د خپل اصولي دريځ پخلي كولو سره ووئيل چې هغه كال 1967ء څخه وړاندې پولو سره د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړېدو ملاتړ كوي د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔

مزید خبریں