برسلز۔22نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډرا سره د څلورم اروپائي يونين انډو پېسفك وزارتي فورم په موقعه د برونائي دارالسلام د خارجه چارو دوهم وزير حاجی اېم یوسف ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزير اعظم اسحاق ډار د پاكستان او برونائي …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د برونائي دارالسلام د خارجه چارو دوهم وزير ملاقات ٬ په بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو اتفاق

مزید خبریں
برسلز۔22نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډرا سره د څلورم اروپائي يونين انډو پېسفك وزارتي فورم په موقعه د برونائي دارالسلام د خارجه چارو دوهم وزير حاجی اېم یوسف ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزير اعظم اسحاق ډار د پاكستان او برونائي دارالسلام دوه اړخيزه اړيكو په اهميت زور راوړلو سره د دې د لا مضبوطولو عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو د پاك – برونائي مضبوطې مرستې ستائنه كولو سره تجارت ٬ سېلګرۍ ٬ رابطه كارۍ ٬ آئي ټي او د زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو اتفاق وكړو۔











