برسلز۔22نومبر(اے پی پی) د پاكستان او اروپائي ائتلاف 7م سترېتجك ډائیلاګ په برسلز كښې وشو د كوم د ګډې مشري چې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د اروپائي ائتلاف اعلی استازې او نائب صدر کاجا کالس كوله۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د پاكستان ۔ اروپائي ائتلاف اړيكو بشپړه جائزه وړاندې كړې شوه۔ په غونډه كښې فريقېنو په ګډو …
د پاكستان او اروپائي ائتلاف 7م سټريټجك ډائيلاګ ٬ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او اروپائي ائتلاف اعلی استازې كاجا كالس په ګډه مشري

مزید خبریں
برسلز۔22نومبر(اے پی پی) د پاكستان او اروپائي ائتلاف 7م سترېتجك ډائیلاګ په برسلز كښې وشو د كوم د ګډې مشري چې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د اروپائي ائتلاف اعلی استازې او نائب صدر کاجا کالس كوله۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د پاكستان ۔ اروپائي ائتلاف اړيكو بشپړه جائزه وړاندې كړې شوه۔ په غونډه كښې فريقېنو په ګډو اقدارو٬ د ملګرو ملتونو په چارټر ٬ د ګڼ اړخيزه او خپل منځه احترام او مرستې په اصولو د اډانه لرونكي سباؤن حوالې سره همكارۍ لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ دوئي د اروپائي ائتلاف جي اېس پي پلس انتظاماتو دلارې تلپاتې پرمختګ ٬ برآمدي تنوع او د روزګار تخليق په شمول تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو او دوه اړخيزه ګټورو اقتصادي موقعو ته د پراختيا وركولو په اهميت زور راوړو۔ ستراتيجكي ډائيلاګ د سوئيلي آسيا ٬ افغانستان، مشرق وسطیٰ او وسیع تر جغرافیائی سیاسی پېش رفت په شمول په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو د څرګندونې موقعه هم رامخې ته كړه۔ دواړو فريقو د امن، استحکام، پائیدار پرمختګ او د موسمياتي بدلون او رابطې په څير چېلنجونو لپاره د مربوط نقطه نظر په حاجت زور راوړو۔ دوئي د سټرېټجک انګېجمنټ پلان لاندې د همكارۍ په مضبوطولو ، د روانو خبرو مخ په وړاندې بوتللو او په راتلونكو كلونو كښې مرسته زياتولو له د كوټلې لارو په ټاكلو اتفاق هم وكړو۔











