باکو۔22 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ په سوشل میډیا پليټ فارمز د مؤثره تګلارې لاندې د فیکټ چیکنګ نظام وضعه كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې فېك نيوز د نړۍ تر ټولو لوے چېلنج دے٬ د ډي اېټ غړو هېوادونو له به د خپلې متفقه مېډيا پالېسۍ د لارې د ناسمو معلوماتو مقابله كول وي۔ دا خبره هغه دلته اقتصادي مرستې …
د وفاقی وزیر عطاء تارړ د ډی ایټ سیکرټری جنرل عبدالقادر امام سره ملاقات ، په سوشل میډیا پليټ فارمز د مؤثره تګلارې لاندې د فیکټ چیکنګ نظام وضعه كولو په حاجت زور

مزید خبریں
باکو۔22 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ په سوشل میډیا پليټ فارمز د مؤثره تګلارې لاندې د فیکټ چیکنګ نظام وضعه كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې فېك نيوز د نړۍ تر ټولو لوے چېلنج دے٬ د ډي اېټ غړو هېوادونو له به د خپلې متفقه مېډيا پالېسۍ د لارې د ناسمو معلوماتو مقابله كول وي۔ دا خبره هغه دلته اقتصادي مرستې لپاره د د ډي اېټ سېكرټري جنرل اېمبېسډر آسيا عبد القادر امام سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د ډي اېټ غړو هېوادونو ترمينځه په همكارۍ او په خاص توګه د ميډيا په څانګه كښې د اړيكو او فېك نېوزو په شمول په مهمو نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل په فېک نیوز له بشپړ كنټرول پرته د ډی اېټ هېودونو ګډه بيانيه مضبوطېدې نه شي٬ دوئي له به د خپلې متقفه ميډيا پالېسۍ د لارې د ناسمو معلوماتو مقابله كول وي۔ په ملاقات كښې د ډي اېټ هېوادونو ترمينځه كلتوري رابطو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر په نړيواله كچه اقتصادي پرمختګ او د منطقې امن لپاره د ډي اېټ د سېكرټري جنرل د فعاله كردار ستائنه كولو سره ووئيل د ده لارښودنې او تجربې سره به د ډي اېت مقصدونو په ترلاسه كولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړؤ۔ سېکرټری جنرل اېمبېسېډر اسیا عبدالقادر امام ووئيل د ډی اېټ د غړو هېوادونو كاميابي په دې كښې ده چې هغوي يو بل سره بشپړه مرسته وكړي۔ ده ووئيل د ميډيا په څانګه كښې د يو بل تجربو څخه زده كړه ٬ ګډ ټرېننګز او وركشاپس ضروري دي۔ ده زياته كړه چې په نړيواله كچه يوه مضبوطه ٬ مثبته بيانيه تشكيل كولو له به د ډي اېټ په پلېټ فارم همكاري لا مستحكمول وي۔











