پاکستان لبنان سره د اوږدې مودې خپل تړون ته ډېر اهميت وركوي، شريكې اړيكې لا قوي كولو لپاره عزم لرو۔ د صدر مملکت د لبنان د آزادۍ ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د لبنان حکومت او اولس ته د جمهوريه لبنان د آزادۍ ورځ په موقع مباركي وركولو سره وئيلي دي پاکستان لبنان سره د اوږدې مودې خپل تړون ته ډېر اهميت وركوي، شريكې اړيكې لا قوي كولو لپاره عزم لرو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د دې خيالاتو …

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د لبنان حکومت او اولس ته د جمهوريه لبنان د آزادۍ ورځ په موقع مباركي وركولو سره وئيلي دي پاکستان لبنان سره د اوږدې مودې خپل تړون ته ډېر اهميت وركوي، شريكې اړيكې لا قوي كولو لپاره عزم لرو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د دې خيالاتو څرګندونه د لبنان د آزادۍ ورځ په موقع د مباركۍ خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل زه د لبنان حکومت او اولس ته د آزادۍ په ورځ په موقع مباركي وركوم ۔ صدر مملکت ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د څو لسيزو راهسې نزدې او د ورورولۍ اړېكي قائمې دي او مونږ په منطقه او نړۍ كښې په يو شمېر مسئلو يو ډول درځ لرو۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل مونږ پوخ باور لرو چې لبنان به استحکام، پرمختګ او د خوشحالۍ سباٶن په پلو پېش قدمي روانه وساتي۔ ده ووئيل مونږ د لبنان د ھغه اپيل بشپړ ملاتړ كوٶ چې د جنګ بندئ ضامن هېوادونه دې خپله وظيفه ترسره كري او په اسرائيل دې فشار واچوي چې ھغوي خپلې جارحانه كاروائۍ بندې كړي ، د اسرائيل قابضو ځواكونو له د جنګ بندۍ د تر سره شوي تړون له مخې سوئيلي لبنان څخه ستنېدل پكار دي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل پاکستان د لبنان د اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده ووئيل نن چې كله لبنان خپله آزادي لمانځي٬ د پاكستان اولس د لبنان خپلو وروڼو او خوېندو د تل پاتي امن٬ استحكام او خوشحالي لپاره لاس په دعا دے، پاکستان به د لبنان هر ډول ممكن مرسته كوي او په شريك احترام، هيلو او په دائمي دوستۍ اډانه سباٶن لپاره په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه كوي۔

مزید خبریں