د امنيتي ځواكونو خېبرپښتونخوا كښې دوه بيلې كاروائي٬ د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي 13 ترهه ګر ووژل شول

پینډي 21 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو خېبرپښتونخوا كښې دوه بيلو كاروائ يو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكې 13 ترهه ګر وژلي دي۔د جمعې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د امنيتي ځواكونو په 20 او 21 نومبر خېبرپښتونخوا كښې دوه جلا كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي 13 خوارج وژلې …

پینډي 21 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو خېبرپښتونخوا كښې دوه بيلو كاروائ يو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكې 13 ترهه ګر وژلي دي۔د جمعې په ورځ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د امنيتي ځواكونو په 20 او 21 نومبر خېبرپښتونخوا كښې دوه جلا كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي 13 خوارج وژلې دي۔ د خوارج د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو د لكي مروت ضلعې په پهاړ خيل سيمه كښې په انټيلي جنس بنياد شريك آپرېشن وكړو ۔ د آپرېشن په مهال امنيتي ځواكونو د خوارج اډې په مؤثره ډول په نښه كړي او د سختو ډزو په تبادله كښې لس خوارج ترهه ګر ووژل شول ۔د استخبارات په بنياد يو بل آپرېشن ډېره اسماعيل خان كښې وكړے شو چرته چې د ډزو په تبادله كښې امنيتي ځواكونو درې خوارج ووژل۔وژلے شوي د هند ملاتړ لرونكو خوارجو څخه وسله او چاودېدونكي توكي هم برآمد شول ۔دا خوارج د امنيتي ځواكونو٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو او د بې ګناه وګړو ټارګټ كلنګ پشمول ګڼ شمېر د ترهه ګرۍ هلو ځلو كښې ككړ وو۔آئي اېس پي آر وئېلي دي امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو د عزم استحكام وژن له مخې په سيمه كښې د كوم هم خوارج د موجودګۍ خاتمې لپاره آپرېشن روان ساتلے دغسې چې د ترهه ګرۍ لعنت خاتمه وكړی شي۔

مزید خبریں