ډيجيټل ميډيا د ابلاغ زرائعو تر ټولو تند فورم ګرځېدلے ، د پاکستان د ميډيا منظر نامه په مثبت لور په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

باکو 21 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي ډيجيټل ميډيا د ابلاغ ذرائعو تر ټولو تند فورم ګرځېدلے ، د پاکستان د ميډيا منظر نامه په مثبت لور په تندۍ سره پرمختګ كوي، حکومت په وخت او موثره ابلاغ لپاره د خپرونو قامي ادارې مضبوطوي، نوې كول او په خاص توګه جنريشن زي ته د ميډيا لټريسي او د درست معلوماتو تعليم …

باکو 21 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي ډيجيټل ميډيا د ابلاغ ذرائعو تر ټولو تند فورم ګرځېدلے ، د پاکستان د ميډيا منظر نامه په مثبت لور په تندۍ سره پرمختګ كوي، حکومت په وخت او موثره ابلاغ لپاره د خپرونو قامي ادارې مضبوطوي، نوې كول او په خاص توګه جنريشن زي ته د ميډيا لټريسي او د درست معلوماتو تعليم وركول د وخت ضرورت دے۔ د جمعې په ورځ په باکو كښې ډي ايټ ميډيا فورم ته خپلې وېنا كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د آذربائيجان حکومت او د صدر الهام حيدر عليوف د فعاله قيادت او وژن ستائنې كولو سره ووئيل نن مونږ د منطقې د مرستې او همكارۍ عمل په دې مهمه اجتماع كښې ګډون كوٶ۔ ده ووئېل د آذربائيجان په ډي ايټ كښې شاملېدو نه وروستو په مكمل توان سره مو خپل كردار لوبولے دے۔ وفاقي وزير ووئيل دا وخت د دې خبرې ضرورت دے چې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په زره پورې بيانيه نړۍ ته وړاندې كړې شي او د خپلو د كاميابو قېصۍ په درست انداز كښې نړۍ ته ورسولې شي۔ ده زور راوړو چې د نړيوالې ميډيا منظر نامه د بدلون بې مثال دور څخه تېرېږي او سياسي معاشي، ماحولياتي او بشري بحران اوس په جديد ټيکنالوجۍ او د جديد مواصلاتي ذريعو په سبب د وړاندې نه څو چنده په تندۍ سره خپرېږي۔ ده ووئيل مونږ روايتي پرنټ ميډيا په اليکټرانك ميډيا بدلېدونكې وليدله ٬ دا تدريجي ارتقاء وه كومې چې د يو منظم او د ساختياتي عمل له مخې وجود موندلے۔ ده ووئيل اليکټرانك ميډيا څخه تر ډيجيټل ميډيا راتلونكې دوېمه ارتقاء هم خپل ماحول كښې د خپل رفتار له مخې اتومېتك رامخې ته شوې، نړۍ دا مهال په دوه ډول خلقو وېشلې شوې ، ډيجيټل اميګرنټس او ډيجيټل نيټوز او دا تقسيم يو ښائسته حقيقت دے ځكه چې ډيجيټل ميډيا نن تر ټولو تنده مواصلاتي ذريعه ګرځېدلې۔ ده ووئيل له دې كبله به مونږ له په دې فورم ډيجيټل نيټوز او ډيجيټل اميګرنټس دواړو سره په يو ځاے تلل وي، دا فورم دې لپاره آئيډيل دے، دلته مونږ نه يوازې شريكه مرسته كولې شوو بلكې يو ضابطه اخلاق هم جوړولې شوو چې په سبب ئې مونږ نوې كول په خاص توګه جنريشن زي ته د سوشل ميډيا مثبت او د ګټور استعمال په اړه تعليم وركولې شوو۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې د ميډيا منظرنامه ډېره متنوع او فعاله ده٬ په هېواد كښې 117 ملين انټرنيټ صارفين او 79.9 ملين سوشل ميډيا صارفين موجود دي۔ د پاکستان د آبادۍ 68 فيصده برخه په ځوانانو مشتمله ده د كومو عمر چې د 30 كالو نه كم دے او هم دا سبب دے چې د پاکستان ميډيا لينډ سکيپ په مثبت ډول په تندۍ سره بدلېږي۔ ده ووئيل هند سره په اوسني تاٶ تريخوالي كښې انفارميشن وار هم روان ؤ چې پكښې جنريشن زي مهم رول لوبولے٬ درست معلومات په وخت نړۍ ته رسولو سره دا همكاري ميډيا هاؤسز، ډيجيټل پليټ فارمز او د جنريشن زي ترمېنځه په كاميابۍ سره سر ته رسېدلې چې په نتيجه كښې يې د پاكستان موثره او بشپړه بيانيه مخې ته شوې۔ ده ووئيل مونږ دا هم مشاهده كړه چې غلط معلومات اولسي تاثر ورانوي، معاشرتي پولرائزيشن ته وده وركوي او په ادارو باوري كمزورے كوي، دې لپاره د ميډيا ادارو ترمېنځه بهتره همكاري زمونږ په ترجيحات كښې شامله ده۔ ده ووئيل زمونږ سټريټجك کميونيکيشن او د بحرانونو په مهال د رابطه كارۍ طريقه په يو څو بنيادي ستنو ولاړه ده چې پكښې پيشګي او په وخت معلومات وركول (دغسې چې د حکومتي ادارو پېغام په وخت، درست او همكاره ډول تر اولس ورسي) ٬ د قامي ميډيا پليټ فارمز مضبوطيا، د خپرونو سرکاري ادارو او ډيجيټل پليټ فارمز ته جديد ټولز او د تربيې د لارې هغوي بااختيار كول او د ميډيا پروفيشنلز په صلاحيتونو كښې زياتوالے ( چې له مخې يې خبريالانو ته پوهه وركړې شي او كوم چې په بحرانونو كښئ ذمه وار او اخلاقي رپورټنګ لپاره ضروري دي) شامل دے۔ ده ووئيل مشترکه فيکټ چيکنګ ميکانزم، د غلط معلوماتو په ضد كوټلې تګلاره او وګړو ته درست معلومات وركول او د ميډيا لټريسي د لارې وګړې د دې جوګه كول چې ھغوي ناسم معلومات په موثره توګه وپېژندې شي، دا ټول اقدامات د پاکستان د ھغه عزم عكاسي كوي چې مونږ يو مضبوط، د باور وړ او په جمهوري اقدارو اډانه اطلاعاتي ماحول جوړول غواړو كوم چې ټولنيزه همكاري او قامي استحکام مضبوط كړي۔ ده ووئيل ډي ايټ فورم اجتماعي اقدامات لپاره يو غېر معمولي پلېټ فارم وركوي او زمونږ غړي هېوادونه د مشترکه علم، تګلارې او مشترکه اقدامات څخه بلها ګټه پورته كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د آذربائيجان حکومت لخوا ميډيا ايکسي لينس سينټر جوړولو اقدام د ستائنې وړ دے او مونږ به په دې اقدام كښې بشپړه مرسته كوٶ۔ ده ووئيل زمونږ تجويز دے چې د ميډيا په وزارتونو او ميډيا پروفيشنلز مشتمل يو مشترکه ورکنګ ګروپ دې جوړ كړے شي كوم چې په باقاعدګۍ سره د ورچوئل ويډيو کنفرنسز او ميټنګز د لارې په رابطه كښې وي چې پكښې به مونږ له يو بل سره تجربې پرله پسې شئېر كولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل کرائسس رپورټنګ، ډيجيټل فورينزکس او د ګمراه كوٶنكو معلوماتو مخ نيوي په اړه د مشترکه تربيي پروګرام او ورکشاپس تابيا هم ضروري ده۔ وفاقي وزير تجويز وركړٶ چې د ميډيا مرستې لپاره دې باکو ډيکلريشن جاري كړے شي كوم چې د سباٶن د تګلارې تعين وكړي او په دې ټول غړي هېوادونه متفق وي۔ ده ووئيل مجوزه باکو ډيکليئريشن د ډي ايټ هېوادونو ميډيا پروفيشنلز او د ميډيا وزارتونو لپاره د وراندې تګ لاره ټاكلې شي۔ ده دا تجويز هم وړاندې كړو چې د ډي ايټ ميډيا فورم له دې سوشل ميډيا هينډلز جوړ كړے شې چې په سبب يې غړي هېوادونه د اقتصادي ترقۍ، اولسي فلاح او د اسلامي نړۍ په اړه مثبت بيانيه وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل دا پليټ فارم به د اسلامو فوبيا او د ترهګرۍ په ضد موثره غبرګون سره د پرمختګ او خوشحالي مشترکه بيانيې ته وده وركړي ۔ ده ووئېل مونږ يو شمېر په زره پورې قيصۍ لرو كومې چې نړۍ ته رسېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په ايف بي آر كښې د اصلاحات اقدام نړۍ لپاره د تقليد وړ مثال دے٬اصلاحاتي عمل نه يوازاې زمونږ آمدن زيات كړے بلكې په ادارو د اولس باور هم بحال شوے۔ ده ووئيل مونږ سره اصلاحات، اداره جاتي بهتري او د جديد ټيکنالوجي استعمال په څېر تجربې موجود دي كومې چې د ډي ايټ مشترکه سوشل ميډيا پليټ فارم په موثر ډول نړۍ ته رسولې شي ۔ وفاقي وزير ووئيل آن لائن انتهاء پسندي او كركجن مواد په منطقه كښې معاشرتي همكارۍ لپاره لويې خطر دے، د دې په ضد مرسته د وخت مهم ضرورت دے ۔ ده ووئيل مونږ د مشترکه اولسي سفارت کارۍ كمپائن هم پېل كولې شو چې وروسره د ډي ايټ هېوادونو مشترکه بيانيه، امن، اقتصادي ترقي او كلتوري تنوع رامخې ته كېدې شي۔ وفاقي وزير سيکريټري جنرل ته په كاميابه موده كښې ډي ايټ هېوادونو لپاره په خدمات او تېر كال په قاهره كښې د ډي ايټ په كامياب سمټ كولو پېرزوئنې وړاندې كولو سره هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د اطلاعات وزير ووئيل اوس به پاکستان په كال 2026 كښې د سيکريټري جنرل چوكۍ سنبهالوي، مونږ ته د موجوده سيکرټري جنرل تجربو څخه د ډېر څه زده كولو موقع ترلاسه شوې۔ ده د ټيکنالوجۍ استعمال او د مصنوعي زېركتيا له د ضابطه اخلاق په اتفاق زور راوړلو سره ووئيل په ځېني پليټ فارمز مصنوعي زېركتيا څخه جوړې كړې شوې ويډيوز موجود وي ٬ په ھغې خاص نشان وي چې دا اے آئي څخه جوړه كړې شوې، مونږ له هم په داسې ډول كولو ته اړتيا ده دغسې چې صارفين د اصل او مصنوعي ويډيوز فرق وكړې شي۔ ده ووئيل دا اقدامات به د ناسمو معلوماتو او ګمراه کن مهمات په مقابله كولو كښې مرسته وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل په بېل سوشل ميډيا پليټ فارمز د فيکټ چيکنګ نظام موجود دے، مونږ زياتره دې څخه د درست معلومات تصديق كوٶ او د ناسمو خبرونو نشاندهي كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل ذمه وار صحافت، په اخلاقيات اډانه رپورټنګ او درست معلومات وركولو لپاره مونږ له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل مضبوطو روابطو لپاره پاکستان د ډي ايټ ټولو هېوادونو سره مرسته زياتولو له چمتو دے دغسې چې داسې فريم ورک جوړ كړے شي كوم چې امن٬ اعتماد او د بحران د مخ نيوي صلاحيت بهتر كړي ، مونږ له په ګډه داسې معلوماتي ماحول جورول دي چرته چې رښتيا په دروغو غالب شي، مرسته تقسيم له ماتې وركړي او رابطې د کمزورۍ په ځاے د طاقت ذريعه وګرځي۔ په دې موقع وفاقي وزير د آذربائيجان حکومت، صدر الهام حيدر عليوف، د آذربائيجان پريذيډنشل ايډمنسټريشن كښې د خارجه چارو مشر حکمت حاجيوف او د ډي ايټ سيکرټريټ مننې كولو سره ووئيل د ډي ايټ ميډيا فورم د لارې د غړو هېوادونو ترمېنځه د ميډيا مرستې وده موندلې٬ د داسې نظام جوړولو هيله لرو چې ترې راتلونكې پېړۍ مستفيدې شي او خلق دا فورم د لسيزو پس هم داسې نطقطه آغاز په توګه يادوي چا چې د ډي ايټ هېوادونو اولس لپاره امن او د سوكالۍ بنياد اېښودے وي۔

مزید خبریں