معاشي پرمختګ٬روزګار وركول او آمدن كښې زياتوالے د صنعتي پرمختګ نه بغېر ممكن نه دي ۔محمد شهباز شريف

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف صنعتي پرمختګ په اړه د وركنګ ګروپ سفارشات ستائېلو سره وئېلي دي معاشي پرمختګ٬ د روزګار وركول او آمدن كښې زياتوالے د صنعتي پرمختګ نه بغېر ممكن نه دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې صنعتي پرمختګ له د نجي څانګې جوړې كړی كمېټۍ وړومبې غونډه كښې وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف صنعتي پرمختګ په اړه د وركنګ ګروپ سفارشات ستائېلو سره وئېلي دي معاشي پرمختګ٬ د روزګار وركول او آمدن كښې زياتوالے د صنعتي پرمختګ نه بغېر ممكن نه دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې صنعتي پرمختګ له د نجي څانګې جوړې كړی كمېټۍ وړومبې غونډه كښې وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيران احسن اقبال٬جام كمال خان٬احد خان چيمه٬علي پرويز ملك٬وزيراعظم صلاحكار محمد علي٬وزير مملكت بلال اظهر كياني٬خاص مرستيال هارون اختر او ثاقب شيرازي په مشرۍ كښې صنعتي وركنګ ګروپ كښې شاملو صنعت كارو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې صنعتي پرمختګ په اړه سفارشات وړاندې كړے شول د كومو چې وزيراعظم ستائنې سره ووئېل د هېواد معاشي پرمختګ٬روزګار وركول او آمدن كښې زياتوالے د صنعتي پرمختګ نه بغېر ممكن نه دے٬كاروبار كښې آسانۍ او سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره اقدامات ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ٬ ده ووئېل د هېواد صنعتي پرمختګ لپاره د نجي څانګې تجاويز د كليدي اهميت وړ دي ۔وزيراعظم د كاروباري ورورولۍ لخوا صنعتي پرمختګ لپاره جوړ تجويزونه د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل د دې وړاندېزونو به په غور سره جاج اغستو نه پس عملدرآمد لپاره تګلاره جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستاني كاروباري ورورولۍ په سخت وخت كښې د حكومتي پالېسيو ملګرتيا كړې او د هېواد معاشي بحرانونو څخه ويستلو كښې يې مرسته كړې٬د لويې څښتن په فضل او كرم سره د هېواد معاشي اړخ ښه او هېواد د پرمختګ پلو روان دے خو د هېواد پرمختګ لپاره مونږ له به نور محنت كول وي۔ غونډې ته د پاكستان صنعتي پرمختګ او هېواد كښې سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره پالېسۍ تجاويز وړاندې كړے شول ۔په غونډه كښې د هېواد صنعت مسابقت كښې اضافې لپاره د منطقې هېوادونو سره موازنه هم وړاندې كړه۔وزيراعظم دا تجاويز ستائېلو سره د معيشت نورو څانګو په اړه سفارشات سره دا تجاويز د شاملولو او د قامي پالېسۍ فريم ورك برخه جوړولو او اړوندو چارواكو ته په دې د عملدرآمد لپاره د تفصيلي جاج وړاندې امر وكړو

مزید خبریں