ابوظهبي 20 نومبر (اے پي پي)وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري ابوظهبي كښې د جنرل وومن يونين سركاري دوره كړی ده چرته چې هغې ته متحده عرب امارات كښې د ميرمنو خپلواكې په اړه په مختلف اقدامات او پروګرامونو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې د جنرل وويمن يونين سېكرټري جنرل نور اخليفه السويدي د وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري هركلے وكړو او د متحده عرب امارات …
د پاكستان وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري ابوظهبي كښې د جنرل وومن يونين دوره٬ د ميرمنو خپلواكه كولو پروګرامونو جاج واخستلے شو

مزید خبریں
ابوظهبي 20 نومبر (اے پي پي)وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري ابوظهبي كښې د جنرل وومن يونين سركاري دوره كړی ده چرته چې هغې ته متحده عرب امارات كښې د ميرمنو خپلواكې په اړه په مختلف اقدامات او پروګرامونو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې د جنرل وويمن يونين سېكرټري جنرل نور اخليفه السويدي د وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري هركلے وكړو او د متحده عرب امارات او پاكستان قوي دوه اړخيزه اړيكو سره سره د دواړو هېوادونو پرمختګ كښې د ميرمنو كردار يې رامخې ته كړو۔جنرل وومن يونين لخوا آصفه بهټو زرداري د دې ځانګړو پروګرامونو په اړه خبر كړه كوم چې د قام مور د جنرل ويمن يونين چيئرپرسن٬مدر اينډ چائلډ هډ سپريم كونسل صدرې او د فيملي ډوېلپمنټ فاؤنډېشن سپريم چيئرپرسن شيخ فاطمه بنت مبارك هدايت له مخې چلولې كيږي۔ وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري د شيخه فاطمه بنت مبارك ويمن٬پيس اينډ سكيورټي انيشي ايټو جاج واخست٬دا منصوبه د جنرل وومن يونين او دفاع وزارت سره د يو اين ويمن په همكارۍ جوړه كړې شوې۔دې ته ووئيل شول د كال 2019 نه تراوسه د 25 هېوادونو د 700 څخه زياتو ميرمنو ته خوله بنت الازور ملټري سكول كښې تربيه وركړې شوې ٬دې درې مياشتنيز پروګرام كښې امن٬مشنز٬ كورنۍ سلامتيا٬ د وسلې كارولو تربيه٬فيلډ سكلز٬كميوني كيشن٬ليډرشپ٬كيميكل ډيفنس٬ د شهري جنګي مهارتونه ٬انجينئرنګ او نورې ابتدائي مرستې پشان مهم موضوعات شامل دي۔آصفه بهټو زرداري د الجوهرا هال هم دوره وكړه چرته چې شيخ فاطمه بنت مبارك ته ترلاسه كېدونكې نړيوال اعزازت د نندارې لپاره اېښودلې شوې۔دې د يونين مستقل نندارتون او اماراتي روايات او دستكارو پشمول كلتوري خيمې هم وكتلې۔وړومبۍ ميرمن د متحده عرب امارات لخوا د شيخه فاطمه بنت مبارك په مشرۍ كښې د ميرمنو خپلواكه كولو ډلو اقدامات هم وستائېل۔دې ووئيل امن او سلامتيا كښې د ميرمنو شموليت د سباون د تل پاتي پرمختيائي ډهانچې بنياد دے











