برسلز 21 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار برسلز كښې د څلورم اروپائي ائتلاف انډو پيسيفك وزارتي فورم په موقع د جمهوريه سلووينيا نائب وزيراعظم٬خارجه وزير او اروپا چارو وزير تنجا فاجون سره ملاقات كړے او د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه اړيكو په وده او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ٬خارجه سېكرټري آمنه بلوچ او د اروپائي ائتلاف٬بيلجيئم …
د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمهوريه سلووينيا خپل هم څنګ تنجا فاجون سره ملاقات٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
برسلز 21 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار برسلز كښې د څلورم اروپائي ائتلاف انډو پيسيفك وزارتي فورم په موقع د جمهوريه سلووينيا نائب وزيراعظم٬خارجه وزير او اروپا چارو وزير تنجا فاجون سره ملاقات كړے او د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه اړيكو په وده او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ٬خارجه سېكرټري آمنه بلوچ او د اروپائي ائتلاف٬بيلجيئم او لكسمبرګ لپاره پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي هم په ملاقات كښې موجود وو۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخواجاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او سلووينيا ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو سره سره د اروپائي ائتلاف مرستې فرېم ورك پراختيا وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د پاكستان او جمهوريه سلووينيا ترمينځه د شريكې خوښې بيلو څانګو كښې د مرستې زياتولو له د عزم هم څرګندونه وشوه۔ډلو د پاكستان او سلووينيا ترمينځه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو زور راوړې۔دوي ج سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا چارو په پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او امن او استحكام ودې لپاره په ګډه كار كولو عزم څرګندونه كړې۔ دواړو لارښودو د پاكستان او سلووينيا ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په اړه په يو مفاهمت نامه هم لاس ليك وكړو۔











