اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د توثيق نه وروستو د افغان طالبان او د فتنه الخوارج ناوړه څېره په نړيواله كچې بې نقابه شوې ده ٬ د دې توثيق نه وروستو په افغانستان كښې د شته ترهګرو د خوندي ځايونو په اړه د پاكستان د موقف تائيد شوے ۔ تفصيلات له مخې د اروپائي ائتلاف سفير د پاکستان لخوا طالبان څخه د لغوه ټي ټي …
د اروپائي ائتلاف د توثيق نه وروستو د افغان طالبانو او د فتنه الخوارج ناوړه څېره په نړيواله كچې بې نقابه شوه ، په افغانستان كښې د شته ترهګرو د خوندي ځايونو په اړه د پاكستان د موقف تائيد

مزید خبریں
اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف د توثيق نه وروستو د افغان طالبان او د فتنه الخوارج ناوړه څېره په نړيواله كچې بې نقابه شوې ده ٬ د دې توثيق نه وروستو په افغانستان كښې د شته ترهګرو د خوندي ځايونو په اړه د پاكستان د موقف تائيد شوے ۔ تفصيلات له مخې د اروپائي ائتلاف سفير د پاکستان لخوا طالبان څخه د لغوه ټي ټي پي(فتنه الخوارج) په ضد د كارروائۍ مطالبه معقول ګرځولې ده۔ سفير رائمونډاس کاروبلس ووئيل د پاکستان افغانستان څخه د ټي ټي پي(فتنه الخوارج) په ضد د اقدام مطالبه جائز او د حقيقي امنيتي تشويش په بنياد ده٬ اروپائي ائتلاف د ترهګرۍ غندنه كوي۔ ده ووئيل د پاكستان اندېښنې د پولې پورې غاړې ته په رامخئ ته كېدونكو امنيتي خطرو اډانه دي٬ سفير توثيق وكړو چې په افغانستان كښې موجود عسکريت پسند په پاکستان كښې په اووسنو بريدونو كښې ككړ دي٬ پاکستان د دلائل او شواهدو په سبب خپل موقف ورمنلے چې فتنة الخوارج او فتنه الهند افغانستان څخه هڅې كوي۔ د اروپائي ائتلاف د پولې پورې غاړه د رامخې ته شوو امنيتي خطرو توثيق د پاكستان د موقف كاميابي ده۔











