برسلز 20 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په برسلز كښې د اروپائي ائتلاف د نړيوالې شراكتدارۍ کمشنرې جوزف سيکلا سره ليدلي دي ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې دواړو ډلو د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې لا موثره او معنې لرونكې مرستې ته د ودې …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف د نړيوالې شراكتدارۍ کمشنرې جوزف سيکلا سره وليدل

مزید خبریں
برسلز 20 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په برسلز كښې د اروپائي ائتلاف د نړيوالې شراكتدارۍ کمشنرې جوزف سيکلا سره ليدلي دي ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې دواړو ډلو د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې لا موثره او معنې لرونكې مرستې ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړو٬ دا صلاح يوه شوه چې اروپائي ائتلاف به د “ګلوبل ګيټ وے پروګرام” پشمول د مختلف فريم ورکس له مخئ د پاکستان-اروپائي ائتلاف مرسته قوي كولو لپاره د امکانات جاج اخلي او په پاکستان كښې به د اروپائي انويسټمنټ بينک فټ پرنټ لا پراخه كولو لپاره موقعې لټولې شي۔ په ملاقات كښئ د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه شراکت داري لا ژورولو او تل پاتې پرمختګ او اقتصادي خوشحالۍ لپاره د مشتركه هلو ځلو جاري ساتلو د عزم پخلے وكړے شو۔











