ټي ټي پي د پاكستان خلاف ګڼ ٬٬هائي پروفائل ٬٬ بريدونه كړې دي ٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔ 20 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كمېټۍ خبر دارے وركړے دے چې د افغان طالبان ملاتړ لرونكې تحريك طالبان پاكستان (ټي پي پي) د پاكستان خلاف ګن لويې بريدونه كړې دي ٬ په كومو كښې چې په ځينې كښې په لويه پېمانه ځاني زيان هم شوے ۔ په ملګرو ملتونو كښې د ډنمارك نائب مستقل استازي او د 1267 القاعده سېنكشنز كمېټۍ مشر …

ملګري ملتونه ۔ 20 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كمېټۍ خبر دارے وركړے دے چې د افغان طالبان ملاتړ لرونكې تحريك طالبان پاكستان (ټي پي پي) د پاكستان خلاف ګن لويې بريدونه كړې دي ٬ په كومو كښې چې په ځينې كښې په لويه پېمانه ځاني زيان هم شوے ۔ په ملګرو ملتونو كښې د ډنمارك نائب مستقل استازي او د 1267 القاعده سېنكشنز كمېټۍ مشر ايمبېسډر سېنډراجنسن لانډي سلامتي كونسل ته راپور وړاندې كولو كښې ووئېل نزدې 6 زره جنګيالي لرونكے ټي ټي پي د سيمې لپاره سنګين خطر لري او هغوي ته د طالبان عبوري حكومت لخوا لاجسټك او مالي مرسته تر لاسه ده۔د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون ووئېل پاكستان د ترهه ګرۍ خاتمې په نړيوالو ګامونو كښې د فرنټ لائن سټېټ دے او هغه په دې جنګ كښې د 80 زره نه د زياتو ځاني قربانيو سره سره د اربونو ډالرو زيان پورته كړے دے۔ هغه ووئېل زمونږ مېړني امنيتي ځواكونه او د قانون نافذ كوونكې ادارې د افغانستان څخه د ترهه ګرۍ خطرو پرله پسې مقابله كوي ٬ چرته چې داعش خراسان ٬ ټي ټي پي٬ او د هغوي سره اړوند بي ايل اے او د هغه زېلې تنظيم مجيد بريګيډ غوندې ډلې د خپلو كوربنو په مشرۍ كښې زمونږ د مخالف هېواد د چا كار چې منطقه كښې اړے ګړے راپېدا كول دي په مرسته كار كوي۔ پاكستاني استازي په دې خبره زرو راوړو چې د 1267 القاعده سېنكشنز كمېټۍ د بندېزونو نظام د زمكيزو حقائقو تر مخه پكار دے او په فهرست كښې د شامل يا خارجه كولو مسائل دې په انصاف ٬ سپېځلتيا او د سياسي اثرات نه غېر حل كړے شي۔ هغه ووئېل ملګرو ملتونو له د ترهه ګرۍ مخ نيوي فرېم ورك كښې د تشدد لرونكو او انتها خوښو ډلو خلاف د سخت ګامونو لپاره ضروري اوزار ساتل پكار دي۔ په دې مهال د چين استازي كمېټۍ ته د بلوچستان لبرېشن آرمي او د هغه مجيد بريګېډ د ترهه ګرو په فهرست كښې د شاملو د مرستې اپيل وكړو٬ دغسې چې د ترهه ګرۍ خلاف د زېرو ټالرنس قوي پېغام وركړے شي۔