ماسكو 19 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ ماسكو كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غونډې په موقع د روسېه خارجه وزير سرګئی لاروف سره ملاقات كړے دے ۔د خارجه دفتر له مخې دواړو خوا د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج واخستلے شو او د اړيكو په موجوده مثبت رفتار د اطمينان څرګڼدونه وشوه ۔نائب وزيراعظم …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د شنګهائي مرستې تنظيم حكومتي مشرانو غونډې په موقع د روسېه خارجه وزير سرګئی لاروف سره ملاقات

مزید خبریں
ماسكو 19 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ ماسكو كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غونډې په موقع د روسېه خارجه وزير سرګئی لاروف سره ملاقات كړے دے ۔د خارجه دفتر له مخې دواړو خوا د دوه اړخيزه اړيكو ټولو اړخونو جاج واخستلے شو او د اړيكو په موجوده مثبت رفتار د اطمينان څرګڼدونه وشوه ۔نائب وزيراعظم د روسې خارجه وزير ته د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په كاميابۍ مباركي وركړ ه ۔ده دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو كښې د دواړو هېوادونو مشرانو او دوه اړخيزه اداره جاتي ميكانزم مهم كردار هم ذكر وكړو ۔دواړو لارښودو په پراخه سيمه ايزو او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د ملګرو ملتونو او شنګهائي مرستې تنظيم پشمول د ګڼ اړخيزه فورمز ښه كوآرډينيشن د دواړو هېوادونو ګټې له د لا پراختيا وركولو لوظ وكړو











