اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او چين ترمېنځه ستراتېژك اړيكې لا قوي كولو ٬ د توان او معدنيات په څانګه كښې مرستې ته صلاح يوه شوې ده٬ دواړو هېوادونو د دې عزم پخلے كړے دے چې د توان او معدنيات په څانګو كښې مرسته به لوړې كچې ته رسولې شي۔ د شورو په ورځ د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك او په پاكستان كښې د …
د پاكستان او چين ترمېنځه ستراتېژك اړيكې لا قوي، د توان او معدنيات په څانګه كښې مرستې ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او چين ترمېنځه ستراتېژك اړيكې لا قوي كولو ٬ د توان او معدنيات په څانګه كښې مرستې ته صلاح يوه شوې ده٬ دواړو هېوادونو د دې عزم پخلے كړے دے چې د توان او معدنيات په څانګو كښې مرسته به لوړې كچې ته رسولې شي۔ د شورو په ورځ د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك او په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ ترمېنځه ملاقات شوے چې پكښې د دواړو هېوادونو قوي او د اوږدې مودې د شراكتدارۍ اړيكو د عزم پخلے وشو٬ په ملاقات كښې د توان او معدنيات په څانګو كښې د مرستې لا زياتولو سره سره سيمه ايز استحكام او د مشتركه اقتصادي پرمختګ په وژن هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











