اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف د اعليٰ نمائنده او خارجه چارو او د سلامتيا پاليسۍ لپاره د نائب صدر كايا كالس په بلنه د 19 نه تر 21 نومبر د برسلز سركاري دوره كوي چرته چې به دوي د پاكستان۔ اروپائي ائتلاف ستراتېژك ډائيلاګ د 7مې غونډه شريكه مشري كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو …
نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار به د 19 نه تر 21 نومبر د برسلز سركاري دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اروپائي ائتلاف د اعليٰ نمائنده او خارجه چارو او د سلامتيا پاليسۍ لپاره د نائب صدر كايا كالس په بلنه د 19 نه تر 21 نومبر د برسلز سركاري دوره كوي چرته چې به دوي د پاكستان۔ اروپائي ائتلاف ستراتېژك ډائيلاګ د 7مې غونډه شريكه مشري كوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې ستراتېژك ډائيلاګ د ډلو ترمېنځه د اداره جاتي تعامل اعليٰ كچه ده٬ دا به د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د پاكستان۔اي يو ستراتېژك انګيجمنټ پلان 2019 له مخې په ټولو څانګو كښې د مرستې جاج اخلي۔ نائب وزيراعظم به د دورې په مهال په څلورم اروپائي ائتلاف انډو پېسفك وزارتي فورم كښې هم ګډون كوي٬ د فورم په موقع به د اروپائي ائتلاف سينئر عهديدارو سره يو شمېر دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د برسلز دوره د پاكستان او اروپائي ائتلاف اړيكو كښې يو مهم سنګ مېل ده۔ بيان له مخې پاكستان اروپائي ائتلاف سره يو جامع او د شريكې ګټې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لري











