بيدنګ۔ 17 نومبر (اے پي پي) د چين د كلتور او سېلګرۍ وزارت د چين خپلو سېلګرو ته جاپان سفر ت د سفر نه كولو مشوره وركړې ده۔ د سي جي ټي اين تر مخه د چين خارجه وزارت يوه ټريول ايډوائزري جاري كړې ده چې پكښې وئېلې شوي دي د سږ كال پېل نه جاپان كښې سماجي صورتحال د ډاډ وړ نه دے ٬ د چين وګرو خلاف مجرمانه …
د چين د كلتور او سېلګرۍ وزارت سېلګرو ته جاپان ته د سفر نه كولو مشوره

مزید خبریں
بيدنګ۔ 17 نومبر (اے پي پي) د چين د كلتور او سېلګرۍ وزارت د چين خپلو سېلګرو ته جاپان سفر ت د سفر نه كولو مشوره وركړې ده۔ د سي جي ټي اين تر مخه د چين خارجه وزارت يوه ټريول ايډوائزري جاري كړې ده چې پكښې وئېلې شوي دي د سږ كال پېل نه جاپان كښې سماجي صورتحال د ډاډ وړ نه دے ٬ د چين وګرو خلاف مجرمانه مقدمې په كثرت سره رامخې ته كېږي او په جاپان كښې په مېشته چينائي وګړو ګڼ بريدونه هم شوي دي او په هغې كښې ګڼې مقدمې لا تر اوسه حل شوي نه دي۔ ٬ جاپان كښې د چينائي وګړو امنيت پرله پسې خراب دے ٬ دغسې په اوسنو كښې د جاپان لارښود د تائيوان په حقله اشتعال لرونكو بيانونو څخه د چين جاپان اولسي تبادلې ماحول سخت ځپلے شوے دے او جاپان كښې مېشته چينائي وګرو امنيت ته سختې خطرې ورمخې ته شوي دي۔ د دغې صورتحال تر مخه د چين د سېلګري او كلتور وزارت خپل سېلګرو ته وئېلې دي چې په دې ورځو كښې د جاپان د سفر نه ډډه وكړي ٬ كوم چېنائي سېلګري چې په جاپان كښې د وړاندې نه موجود دي هغي دې د سلامتيا په صورتحال ژور نظر ولري او خپل تحقظ دې مضبوط كړي او د كوم هنګامي صورتحال تر مخه دې سمدستي پوليس سره تماس ونيولے شي۔











