رياض۔ 17 نومېر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ته د سوئېلې كوريا صدر لي جے ميونګ د اړخه ليكلے شوے مكتوب تر لاسه شوے دے۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه د كوريا صدر مكتوب د دواړو هېوادونو د اړيكو په حقله ليكلے شوے دے۔ د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په رياض كښې د وزارت په هېډ …
د سعودي ولي عهد ته د سوئېلې كوريا صدر مكتوب تر لاسه شو

مزید خبریں
رياض۔ 17 نومېر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ته د سوئېلې كوريا صدر لي جے ميونګ د اړخه ليكلے شوے مكتوب تر لاسه شوے دے۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه د كوريا صدر مكتوب د دواړو هېوادونو د اړيكو په حقله ليكلے شوے دے۔ د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان په رياض كښې د وزارت په هېډ كوارټر كښې د صدارتي دفتر چيف آف سټاف او د كوريا صدر د خاص استازي كانګ هون سك ملاقات وكړو او هغه ته يې مكتوب وسپارلو۔ په دې مهال د سعودي عرب او كوريا تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستلے شو او د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې











