د وفاقي كابينې غونډه ٬ د 27 م آئيني بدلون مسودې منظوري وركړې شوه ٬ په مرسته كولو د كابينې غړو او اتحادي ګوندونو مننه كوم : وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه په كومه كښې چې د 27 م آئيني بدلون مسودې منظوري وركړې شوه۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیرِاعظم شهباز شریف د کابينې غونډې مشري د وېډيو لنك دلارې باكو څخه وكړه په كومه كښې چې د 27 م آئيني بدلون منظوري …

اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه په كومه كښې چې د 27 م آئيني بدلون مسودې منظوري وركړې شوه۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیرِاعظم شهباز شریف د کابينې غونډې مشري د وېډيو لنك دلارې باكو څخه وكړه په كومه كښې چې د 27 م آئيني بدلون منظوري وركړې شوه۔ وزیر اعظم د كابينې غړو ته په غونډه كښې هركلے ووے او د اتحادي ګوندونو يۍ مننه وكړه۔ د كابينې لخوا آئيني بدلون له منظورېدو څخه وروستو د وزيراعظم په هدايت د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د بدلون په اړه ميډيا ته بريفنګ وركړو۔ د كابينې له منظورۍ څخه وروستو به مسوده پارليمنټ ته وړاندے كولے شي۔ وزیراعظم ووئيل 27م آئینی بدلون بل لپاره ټولو په ګډه هڅې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې د قانون او انصاف وزارت ٬ اټارني جنرل او دده ډله د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل په 27 م آئيني بدلون مې د خپل لارښود مياں نواز شريف باور ترلاسه كړو او هغه څخه مې لارښودنه واخسته په دې زه د زړه له كومي د هغه مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل ما په دې اړه د صدر مملكت زرداري اعتماد هم ترلاسه كړو۔ زه د هغه د رضامندۍ هم مننه كوم۔ دغسې د ټولو اتحادي ګوندونو د مشرانو په خاص توګه د بلاول بهټو زرداري ٬ ډاكټر مقبول صديقي ٬ عبد العليم خان ٬ خالد حسېن مګسي او چوهدري سالك حسېن مننه كوم كومو چې مشاورت كښې برخه واخسته او د موسودې ملاتړ يۍ وكړو۔ وزیرِ اعظم شهباز شریف ووئيل ما اېمل ولی خان، اعجاز الحق او نورو سياسي لارښودو سره هم مشاورت وكرو او د آئيني بدلون په اړه مې د هغوي باور ترلاسه كړو۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل په هېواد كښې د معاشي او سياسي استحكام له امله هېواد په سم لوري روان شوے دے۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔

مزید خبریں