اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د امنيتي ځواكونو د شرم وړ بيان غندنه كړې ده ۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان مېړنو ځوانانو په اړه بې بنسټه او د حقائق نه مناغي بيان د زغملو وړ نه دے، په وطن كښې امن لپاره د قربانيو وركوونكو مېړنو افسرانو او ځوانانو په اړه داسې بيان پهخ وطن مين …
وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د امنيتي ځواكونو په اړه د شرم وړ بيان وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د امنيتي ځواكونو د شرم وړ بيان غندنه كړې ده ۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان مېړنو ځوانانو په اړه بې بنسټه او د حقائق نه مناغي بيان د زغملو وړ نه دے، په وطن كښې امن لپاره د قربانيو وركوونكو مېړنو افسرانو او ځوانانو په اړه داسې بيان پهخ وطن مين نشي وركولے۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل وزيراعلٰې سهېل افريدي د نفرت خبرې كولو سره د ازلي دښمن خوشحالولو هڅه كړې ده۔ ده ووئيل د سکيورټي فورسز د لازواله قربانيو ګرده نړۍ معترف ده٬ د صوبې وزيراعليٰ د احسان فراموشۍ په حدونو اوړېدلے٬ چرته چې امنيتي ځواكونه د ټولو نه زيات شهيدان شوي۔ ده ووئيل يو په وطن مئين د اسې بيان وركولو سوچ هم نشي كولے٬ ده ووئېل وزيراعليٰ سهېل افريدي له د امنيتي ځواكونو په ضد په شرم وړ بيان وركولو د قام نه معافي غوښتل پكار ده










