اسلام آباد د کشميريانو وروڼو خوېندو كور دے، په معرکه حق كښې د ماتي نه وروستو زمونږ دښمن د ناسمه وېډيوز د لارې پاکستان او د ادارو په ضد كركه خپروي۔ د طارق فضل چوهدري او طلال چوهدري مشترکه پريس کنفرنس

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري او د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وېيلي دي اسلام آباد د کشميريانو وروڼو خوېندو كور دے٬ دا تاثر سم نه دے چې په اسلام آباد كښې د چيکنګ په نامه كشميريان ځورولې شي، د پاکستانيانو په زړونو كښې چې کشمير لپاره څومره مينه ده ھغه څوك نشي ختمولې، په معرکه حق كښې …

اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري او د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري وېيلي دي اسلام آباد د کشميريانو وروڼو خوېندو كور دے٬ دا تاثر سم نه دے چې په اسلام آباد كښې د چيکنګ په نامه كشميريان ځورولې شي، د پاکستانيانو په زړونو كښې چې کشمير لپاره څومره مينه ده ھغه څوك نشي ختمولې، په معرکه حق كښې د ماتي نه وروستو زمونږ دښمن د ناسمه وېډيوز د لارې پاکستان او د ادارو په ضد كركه خپروي، د تصديق نه غېر دا ډول ويډيوز شيئر كول غېر قانوني او غېر اخلاقي عمل دے٬ د وېډيو جوړوٶنكو په ضد به كاروائي كولې شي۔ د جمعې په ورځ پرېس كنفرنس په مهال ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل په سوشل ميډيا ناسم وېډيوز خپرولې كېږي٬ كشميريانو لپاره چې زمونږ د مشرانو او زمونږ په زړونو كښې كومه مينه ده ھغه د چا نه پټه نه ده٬ د دې پروپګندې مقصد پاكستان او د ادارو په ضد كركه خپرول وي، دا زمونږ د دښمن ايجنډا ده۔ ده ووئيل زه به د يوې خاص پېښې ذكر وكړم٬ دا پېښه ھغه وخت رامخې ته شوې كله چې جوائنټ ايکشن کميټۍ خپل لانګ مارچ روان ساتلے ٶ٬ په دهير كوټ كښې پوليس سره تصادم وشو او ځائي تعلق لرونكې يو مېرمن ھغه مهال موقعې ته ورسېدله او ھغې ژوبل شوي پوليس اهلكار په خپل ګاډي كښې د باغ روغتون ته رسولي۔ ده ووئيل په باغ روغتون كښې چې كله خلقو وليدل چې يوې مېرمنې د اسلام آباد پوليس راوستې دي نو ھغوي په ګاډي بريد وكړو٬ دا پېښه اوس داسې ښودلې كېږي چې دا پېښه په اسلام آباد كښې رامخئ ته شوې۔ ده ووئيل وزيراعظم د دې نوټس اغستے او د وفاقي وزيرانو او راجه پرويز اشرف او قمر زمان کائره پشمول يوه كمېټي جوړه شوې٬ د دې كمېټۍ د جوائنټ ايکشن کميټۍ سره د خبرو درې پړآٶنه شوي او دا معامله ئې حل كړې د ه ٬ ده ووئېل دا زمونږ د آزاد کشمير وروڼو خوېندو او وګړو سره بې مثاله مينه ده٬ وزيراعظم د 30 اربه ګرانټ په وركولو صلاح شوے او په هر صورت يې دا مسئله د حل كولو تاكيد كړے دے ۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې تر حل به مونږ خپلې هڅې روانې ساتو۔ طلال چوهدري ووئيل د دې ډول ويډيوز د لارې دا تاثر وركړے كېږي چې په اسلام آباد كښې كشميريانو سره ناروا سلوك كېږي كوم چې بېخي غلط او د حقائقو منافي دے٬ ده ووئېل اسلام آباد پوليس يو ذمه وار كردار لري او امن او امان سره سره د غېر ملكي مېلمنو تحفظ هم كوي، په دې كښې كومه بې غوري يا كمے داخله وزارت او حكومت نه برداشت كوي او د دوي سخت مانيټرنګ كېږي۔ ده ووئيل دا پخوانۍ او نامكمل وېډيوز ده٬ جعلي او نوو غږونو سره وېډيوز اپ لوډ كېږي٬ د دې د تصديق نه غېر خپروٶنكي هم د دې ذمه وار دي، ده ووئېل خبرې روانې وې چې دا خبرونه چلېدل پېل شول چې د اسلام آباد پوليس تازه ډلې زاد کشمير ته استولې كېږي چې مقصد يې دغه خبرې ناكمه كول وو۔ ده ووئيل اسلام آباد د پاكستان پايه تخت دے٬ د كشميريانو كور دے٬ مونږ په دې معامله كښې ډېر د تحمل نه كار اخلو٬ دا ډول وېډيوز د تصديق نه غېر شيېر كول غېر قانوني او غېر اخلاقي عمل دے، ده اولس ته غږ وكړو چې څوك په دې وېډيوز باور ونه كړئې٬ د دې وېډيوز جوړٶنكو په ضد به كاروائي كولې شي

مزید خبریں