اسلام آباد۔7 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په پاكستان كښې د ګوګل د دفترونو جوړېدو او د سرمايه كارۍ هركلي كولو سره وئيلي دي په هري پور كښې د ګوګل مصنوعات اسمبلي لائن جوړېدل خوشبينه دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ګوګل په څير نړيوالې آئي ټي كمپنۍ په پاكستان كښې د حكومت د كاروبار …
په هری پور كښې د ګوګل مصنوعات اسمبلي لائن جوړيدل خوشبينه دے٬ د وزيراعظم شهباز د ګوګل سرمايه كارۍ هركلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔7 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په پاكستان كښې د ګوګل د دفترونو جوړېدو او د سرمايه كارۍ هركلي كولو سره وئيلي دي په هري پور كښې د ګوګل مصنوعات اسمبلي لائن جوړېدل خوشبينه دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ګوګل په څير نړيوالې آئي ټي كمپنۍ په پاكستان كښې د حكومت د كاروبار آسانولو او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو په پالېسيو د باور څرګندونه كوي۔ ده ووئيل په ځايي كچه د آئي ټي مصنوعات جوړولو سره به نه يوازې دا چې دا مصنوعات پاكستاني اولس ته په ټيټه بيعه ترلاسه شي بلكې د برآمدي صنعت پرمختګ سره به زرمبادله هم زياته شي۔ ده ووئيل له اولنۍ ورځې څخه مو د پاکستان ډیجیټل نېشن جوړولو له اقدامات ته تر ټولو لومړۍ پام لرنه كړې۔ ځوانان د آئي ټي په څانګه كښې په خپلو پښو اودرولو له حكومت ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د ګوګل لخوا د پاكستانو ځوانانو د آئي ټي تربېتې مفاهمتي يادښت د دې لړۍ يو كړۍ ده۔ ده ووئيل وفاقي حكومت يو لكه صلاحيت لرونكو ځوانانو ته لېپ ټاپس وركولو سره د آئي ټي په څانګه كښې د دوي مخ په وړاندې بوتللو له وسائل برابروي٬ په ګرد هېواد كښې مېرمنو او ځوانانو لپاره د آئي ټي څانګې تربيتي پروګرام روان دے۔ وزیراعظم ووئيل تربیتی پروګرامونو سره په نړيوال سروس انډسټري كښې مسابقت زياتېږي او ځوانان د عزت روزګار ترلاسه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه كښې د آئي ټي مركز جوړولو له په نورو اقدامات كار په تندۍ سره روان ساتلے دے۔ ده په هېواد كښې د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره د آئي ټي وفاقي وزير او د هغه د ډلو هڅې وستائېلې










