د دي سټي I-B بحریه چیپټر اسلام آباد پلاوي د پارليمنټ هاؤس اسلام آباد دوره

اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د دي سټي سکول (I-B بحریه چېپټر-اسلام آباد) 16 كسيز پلاوي د پارليمنټ هاؤس اسلام آباد دوره كړې چرته چې د سېنېټ سېكرټرېټ اعلی چارواكو پلاوي ته هركلے اووې۔ پلاوي د سېنېټ ميوزيم دوره هم وكړه چرته چې ورته د پاكستان د پارليماني تاريخ ٬ قانون سازۍ عمل او قامي چارو كښې د سېنېټ د كردار په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع پلاوي د …

اسلام آباد۔7نومبر(اے پی پی) د دي سټي سکول (I-B بحریه چېپټر-اسلام آباد) 16 كسيز پلاوي د پارليمنټ هاؤس اسلام آباد دوره كړې چرته چې د سېنېټ سېكرټرېټ اعلی چارواكو پلاوي ته هركلے اووې۔ پلاوي د سېنېټ ميوزيم دوره هم وكړه چرته چې ورته د پاكستان د پارليماني تاريخ ٬ قانون سازۍ عمل او قامي چارو كښې د سېنېټ د كردار په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع پلاوي د سېنېټ په تاريخ او مهمو پارليماني پړاؤنو خصوصي ډاكومنټري هم وكتله۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال پلاوي ته په سېنېټ هال كښې د غونډې كارروائي هم وښودلې شوه۔ چارواكو د پارليماني ډھانچې په فعاله كردار او په قانون سازۍ كښې د كمېټيو په اهميت رڼا واچوله۔ پلاوي د دورې په پايه كښې د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په وړاندې كړې شوي بريفنګ د سېنېټ چارواكو مننې كولو سره دا زيات ګټور وګرځولو۔

مزید خبریں