اسلام آباد۔07 نومبر(اے پي پي ) د قانون وفاقي پارلیماني سیکرټري صبا صادق وئېلي دي حکومت په ټولنه كښې مېرمنو ته د تشدد او ځورونو نه تحفظ وركولو لپاره متحرک دے ۔ به دې اړه ټولو صوبو او اړوندو څانكو سره په ګده كار كوي ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال شیر افضل مروت د پوښتنې په ځواب كښې پارلیماني سیکرټري صبا صادق …
حکومت مېرمنو ته د تشدد او ځورونې نه تحفظ وركولو لپاره متحرک دے ، د قانون وفاقي پارلیماني سیکرټري

مزید خبریں
اسلام آباد۔07 نومبر(اے پي پي ) د قانون وفاقي پارلیماني سیکرټري صبا صادق وئېلي دي حکومت په ټولنه كښې مېرمنو ته د تشدد او ځورونو نه تحفظ وركولو لپاره متحرک دے ۔ به دې اړه ټولو صوبو او اړوندو څانكو سره په ګده كار كوي ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال شیر افضل مروت د پوښتنې په ځواب كښې پارلیماني سیکرټري صبا صادق ووئېل د ایف ایس ټي قیام په 1974 كښې راغلے ؤ ،دا د سروس په اړه معاملات ته ګوري كوم چې بېلې څانګې دوي ته ليږي ، د ایف ایس ټي كښې مونږ د درخواست وركونكو ګېلې لرې كولو لپاره پورا هڅې كوو ۔ هغې د شائسته خان د پوښتنې په ځواب كښې ووئېل په كال 2016 كښې د مېرمنو ځورولو او د ماشومانو پورنو ګرافي خلاف سخت قوانین جوړ كړے شوي ، د نړۍ ټولو هېوادونو كښې د مېرمنو ځورونو پیښې رامخې ته كېږي ،زمونږ په هېواد كښې بېلې ادارې په دې اړه مخ نيوي له کار کوي ۔ د ماہ جبین خان عباسي په پوښتنه صبا صادق ووئېل ټرانس جینډر ته د يو برابر حقونو وركړې لپاره حکومت ھڅې كوي ،هغې ووئېل په كال 2018 كښې په دې حقله قانون سازي شوې ، د دوي تعلیم وصحت لپاره اسلام آباد كښې مرکز جوړ كړے شوے ، دوي ته يو برابر حقونه تر لاسه كېږي او د دوي په ځورولو دا مركز سمدستي په حرکت كښې راځي ۔ هغې ووئېل دې لپاره باقاعدہ بجټ بېل كړے شوے۔ د ټرانس جینډر ایکټ 2018 څه دفعې په سپریم کورټ كښې چیلنج کړے شوې وې ، د دې تشریح لباره مونږ سپریم کورټ ته تلې يوو ۔










