وفاقي وزير احسن اقبال او د برتانيه د تجارتي پاليسۍ وزير مملكت ملاقات

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په دې وروستيو كښې لاسليك شوے د پاکستان-برتانيه تجارتي ډائيلاګ ميکنزم له مخې د پاکستان-برتانيه اقتصادي مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره د برتانيه د تجارتي پاليسۍ وزير مملكت کرس برائنټ سره ليدلي دي ۔ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د زيارت په ورځ وفاقي وزير احسن اقبال …

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په دې وروستيو كښې لاسليك شوے د پاکستان-برتانيه تجارتي ډائيلاګ ميکنزم له مخې د پاکستان-برتانيه اقتصادي مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره د برتانيه د تجارتي پاليسۍ وزير مملكت کرس برائنټ سره ليدلي دي ۔ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د زيارت په ورځ وفاقي وزير احسن اقبال او د برتانيه وزير مملكت کرس برائنټ په ملاقات كښې د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاكستان او برتانيه ترمېنځه يو ژوره تاريخي رشته ده كومه چې په كلتوري خپلولۍ او د اولس اولس سره په مضبوطو روابطو مشتمل ده۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں