وزيراعظم شهباز شريف سره د ترکيه د كورنيو چارو وزير علي يرليکايا وليدل٬ د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سکيورټي، ترهګرۍ او نشه اي توكو مخنيوي٬ د پوليس تربيه٬ ډيزاسټر مينجمنټ، تجارت او د اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې د پاك تركيه دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلي سره د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د امن په روانو خبرو كښې په سهولت كارۍ د تركيه د قيادت مننه كړې ده۔ وزيراعظم شهباز شريف سره …

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سکيورټي، ترهګرۍ او نشه اي توكو مخنيوي٬ د پوليس تربيه٬ ډيزاسټر مينجمنټ، تجارت او د اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې د پاك تركيه دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلي سره د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د امن په روانو خبرو كښې په سهولت كارۍ د تركيه د قيادت مننه كړې ده۔ وزيراعظم شهباز شريف سره د ترکيه داخله وزير د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي٬ په دې موقع د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ورورولۍ زړو قوي اړيكو لا مضبوطولو لپاره د عزم پخلے وشو۔ په دې موقع وزيراعظم د پاکستان په سرکاري دوره كولو د جمهوريه ترکيه د داخله وزير علي يرليکايا او د ھغه د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل دا دوره د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ورورولۍ د قوي اړيكو عكاسي كوي۔ په دي موقع وزيراعظم شهباز شريف د سکيورټي، ترهګرۍ او نشه اي توكو مخنيوي٬ د پوليس تربيه٬ ډيزاسټر مينجمنټ، تجارت او د اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې د پاك تركيه دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو او د تركيه صدر رجب طيب اردوان لپاره يې د مباركۍ پېغام هم وركړو۔ په دې موقع سکيورټي، د ترهګرۍ او نشي اي توكو مخنيوي، د پوليس تربيې، ډيزاسټر مينجمنټ، تجارت او د اقتصادي ترقۍ په څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه مرستې قوي كولو لپاره د عزم پخلې وكړے شو۔ وزيراعظم په مهمو چارو د پاکستان موقف لپاره د ترکيه مضبوط او غېر متزلزل ملاتړ ستائنې كولو سره په استنبول كښې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه په روانو امن خبرو كښې د سهولت كارۍ په كردار لوبولو د تركيه د قيادت په خاص توګه مننه وكړه۔ په دې موقع د تركيه داخله وزير د خپلې او د تركيه د پلاوي په مېلمستيا كولو د وزيراعظم مننې كولو سره د ترکيه صدر رجب طيب ايردوان لخوا وزيراعظم ته د مباركۍ پېغام ورسولو۔ ده د قانون نافذ كوونكو ادارو، استخباراتي همكارۍ او ډيزاسټر مينجمنټ كښې مرستې زياتولو لپاره خوښي څرګنده كړه ۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، محسن رضا نقوي، طلال چوهدري، خاص مرستيال طارق فاطمي، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن، داخله او خارجه سيکرټريز هم موجود وو۔

مزید خبریں