پېنډۍ 06 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د برتانيه پوځ چيف آف دي جنرل سټاف جنرل سر چارلس رولينډ ونسنټ والکر د پوځ په مركزي دفتر (جي اېچ كيو) كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ په سيمه ايزه سلامتيا او د دوه اړخيزه دفاعي مرستې د لا زياتولو په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ …
د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د برتانيه پوځ چيف آف دي جنرل سټاف جنرل سر چارلس رولينډ ونسنټ والکر وليدل

مزید خبریں
پېنډۍ 06 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د برتانيه پوځ چيف آف دي جنرل سټاف جنرل سر چارلس رولينډ ونسنټ والکر د پوځ په مركزي دفتر (جي اېچ كيو) كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ په سيمه ايزه سلامتيا او د دوه اړخيزه دفاعي مرستې د لا زياتولو په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو اړخو په منطقه كښې امن او استحکام باوري كولو پاره د پرله پسې مرستې د ضرورت پخلے وكړو۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې ګران مېلمه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د كاميابو٬ قربانو او سيمه ايز امن او استحكام لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د دې نه وړاندې جي اېچ کيو ته په راتګ جنرل سر چارلس رولينډ ونسنټ والکر شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔په دې موقع د پاك پوځ يو چټك ډلې دوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔










