اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سکيورټي، ترهګرۍ او نشه اي توكو مخنيوي٬ د پوليس تربيې٬ ډيزاسټر مينجمنټ، تجارت او د اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې د پاك تركيه دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د امن په روانو خبرو كښې په سهولت كارۍ د تركيه د قيادت مننه كړې ده۔ وزيراعظم شهباز شريف …
وزيراعظم شهباز شريف سره د ترکيه د كورنيو چارو وزير علي يرليکايا وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سکيورټي، ترهګرۍ او نشه اي توكو مخنيوي٬ د پوليس تربيې٬ ډيزاسټر مينجمنټ، تجارت او د اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې د پاك تركيه دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د امن په روانو خبرو كښې په سهولت كارۍ د تركيه د قيادت مننه كړې ده۔ وزيراعظم شهباز شريف سره د ترکيه داخله وزير د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ورورولۍ د اوږد مهاله قوي اړيكو لا مضبوطولو لپاره د عزم پخلے وشو۔ په دې موقع وزيراعظم د پاکستان په سرکاري دوره كولو د جمهوريه ترکيه د داخله وزير علي يرليکايا او د ھغه د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل دا دوره د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ورورولۍ د قوي اړيكو عكاسي كوي۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د سکيورټي، ترهګرۍ او نشه اي توكو مخنيوي٬ د پوليس تربيې٬ ډيزاسټر مينجمنټ، تجارت او د اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې د پاك تركيه دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو او د تركيه صدر رجب طيب اردوان لپاره يې د مباركۍ پېغام هم وركړو۔











