لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ايران اسلامي مشاورتي اسمبلۍ سبيكر ډاكتر محمد باقر قاليباف ملاقات

اسلام آباد 06 نومبر (اے پی پی)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي پاكستان او ايران ايمان٬تاريخ او د كلتور په خپلوليو تړلې شوې دي٬د پارليماني كميټو او فرينډ شپ ډلو ترمينځه رابطه شريكې مرستې ته وده وركولې شي۔د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ايران اسلامي مشاورتي اسمبلۍ سپيكر ډاكتر …

اسلام آباد 06 نومبر (اے پی پی)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي پاكستان او ايران ايمان٬تاريخ او د كلتور په خپلوليو تړلې شوې دي٬د پارليماني كميټو او فرينډ شپ ډلو ترمينځه رابطه شريكې مرستې ته وده وركولې شي۔د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ايران اسلامي مشاورتي اسمبلۍ سپيكر ډاكتر محمد باقر قاليباف په ايوان صدر كښې ملاقات كړے٬ د دې نه پس د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړی شوه ۔لنډ مهاله صدر په دې موقع ووئيل پاكستان او ايران د ايمان٬تاريخ او كلتور په خپلوليو تړلې شوې دي۔ده د سياسي مكالمې٬اقتصادي روابط او اولسي تبادلو ته لا ودې وركولو په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل پارليماني كميټو او فرينډ شپ ډلو ترمينځه رابطې شريكې مرستې ته وده وركولې شي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل پاكستان او ايران د تعليم٬كلتور او ځوانانو تبادلې پروګرامونو كښې هم مرسته زياتولې شي۔په ملاقات ګښې دوه اړخيزه تجارت٬سيمه ايز صورتحال او نړيوالو چارو هم خيالاتو څرګندونه وشوه ۔دواړو لارښودو بيلو څانګو كښې مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم څرګندونه وكړه ۔د ايران سپيكر ووئيل ايران پاكستان ورور او د باور وړ ګاونډي ګڼي۔ده ووئيل د ايران پارليماني پلاوې به راتلونكې سپيكرز كنفرنس كښې ګډون كوي۔

مزید خبریں