اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د اسلامي جمهوريه ايران مجلس شورٰی سپيكر ډاكټر محمد باقر قاليباف په مشرۍ كښې پارليماني پلاوې پاكستان ته رارسېدلے دے ۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په نور خان هوائي مېدان د ايران سپيكر هركلے وكړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ايران سپيكر ډاكټر محمد باقر قاليباف او د هغه سره راغلي پارليماني پلاوي ته هركلے اووې۔سپيكر ووئيل …
د ايران مجلس شوریٰ سپيكر ډاكټر محمد باقر قاليباف په مشرۍ كښې پارليمانې پلاوې پاكستان ته راورسېد
اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د اسلامي جمهوريه ايران مجلس شورٰی سپيكر ډاكټر محمد باقر قاليباف په مشرۍ كښې پارليماني پلاوې پاكستان ته رارسېدلے دے ۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په نور خان هوائي مېدان د ايران سپيكر هركلے وكړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ايران سپيكر ډاكټر محمد باقر قاليباف او د هغه سره راغلي پارليماني پلاوي ته هركلے اووې۔سپيكر ووئيل د ايران سپيكر پاكستان ته راتګ زمونږ لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ايران سپيكر ته اسلام آباد ته په راتګ د ګلونو ډالۍ هم وړاندې كړه۔د ايران سپيكر ووئيل په تود هركلي كولو د پاكستان پارليمان او اولس د زړه نه مننه كوم ٬د پاكستان په زمكه ګام اېښودلو سره د زړه نه خوشحاله شوے يم ۔












