د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د سوداګرو او سرمايه كارو كردار د اهميت وړ دے٬ د راتلونكې كال بجټ به د ټيکس پاليسۍ دفتر جوړوي۔ د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د سوداګرو او سرمايه كارو كردار د اهميت وړ دے، د ټيکس په اصلاحات كښې به د سوداګرو او سرمايه کارو مشاورت شامل وي، د راتلونكې كال بجټ به ټيکس پاليسي آفس جوړوي ۔ وفاقي وزير دا خبره د شورو په ورځ د کراچۍ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټريز …

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د سوداګرو او سرمايه كارو كردار د اهميت وړ دے، د ټيکس په اصلاحات كښې به د سوداګرو او سرمايه کارو مشاورت شامل وي، د راتلونكې كال بجټ به ټيکس پاليسي آفس جوړوي ۔ وفاقي وزير دا خبره د شورو په ورځ د کراچۍ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټريز كښې په دستوره كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده ووئيل د هېواد په معاشي پرمختګ كښې د سوداګرو او سرمايه كارو كردار د كليدي اهميت وړ دے، مونږ له به ريونيو او خرڅونه يو ځاے چلول وي، د ټيکس په اصلاحات كښې به د سوداګرو او سرمايه کارو مشاورت شامل وي۔ ده ووئيل ټيکس پاليسي آفس د اېف بي آر څخه د خزانې وزارت ته منتقل كړے شوے٬ د راتلونكې كال بجټ به ټيکس پاليسي آفس جوړوي٬ د دې بنيادي مقصد بجټ د معاشي ترجيحات له مخې جوړول دي ٬ په دې لړ كښې ډاکټر نجيب او د ھغه ډله مشارت لپاره موجود ده۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف بزنس کميونټي سره د غونډو نه پس 8 ګروپس جوړ كړي دي٬ د ګروپس چېئرمېن او غړي نجي څانګې څخه دي چې پكښې يو وزير نشته۔ وزيراعظم تر 15م نومبر د سفارشات او وړانديزونو جمع كولو امر وكړو ۔ ده ووئيل په آبادۍ كښې اضافه او موسمياتي بدلون د پاكستان دوه لويې وجودي مسئلې دي ٬ د دې مسئلو مخه نيولو لپاره اقدامات د وخت ضرورت دے، په دې لړ كښې به وفاق او صوبو له په ګده خپل كردار لوبول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اېن اېف سي آئيني فورم دے او د فورم په اړه چارې به هم فورم سرته رسوي۔