د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د اسلام آباد مري ايكسپرېس وے دوره

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د روانو پرمختيائي كارونو او د منصوبې بشپړیدو حتمي پړاؤ جاج اخستو لپاره د اسلام آباد مري ايكسپرېس دوره كړې ده ۔د مواصلات وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د مواصلات وزير د پروژې مجموعي پېشرفت او په معيار د اطمينان څرګندونه وكړه او د نېشنل هائي وے اتهارټي(اين ايچ اے)د ډلې يې ستائېنه وكړه چا چې اسلام …

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د روانو پرمختيائي كارونو او د منصوبې بشپړیدو حتمي پړاؤ جاج اخستو لپاره د اسلام آباد مري ايكسپرېس دوره كړې ده ۔د مواصلات وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د مواصلات وزير د پروژې مجموعي پېشرفت او په معيار د اطمينان څرګندونه وكړه او د نېشنل هائي وے اتهارټي(اين ايچ اے)د ډلې يې ستائېنه وكړه چا چې اسلام آباد مري ايكسپرېس وے د نړيوال معيار له مخې په جديد ستره لاره بدله كړی۔ عبدالعليم خان ووئيل په ټوله ايكسپريس وے جديد لائتنګ سستم لګولے شو كوم څخه چې د شپې په وخت سفر نور هم محفوظ او آسان شو٬حفاظتي انتظامات كښې هم اضافه شوی او د موټروے پوليس تعيناتۍ څخه د ټرافېك جريان او د مسافرو لارښودنه نوره هم ښه شوې۔عبدالعليم خان ووئيل دا پروژه په هېواد كښې د نړيوال معيار انفراسټركچر وركولو٬د سېلګرۍ ودې او اولس ته ښې سفري آسانۍ وركولو له د حكومتي عزم عكاس ده په كومه چې په ترجيحي بنيادونو كار روان دے۔