كوئټه 05 نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان په لهړي هاؤس كښې د ايكسائز و ټيكسيشن صوبائي پارليماني سېكرټري حاجي محمد خان لهړي سره مهم ملاقات كړے دے۔د ملاقات په مهال د هېواد او صوبائي سياسي صورتحال٬بلوچستان كښې د ځوانانو لپاره پرمختيائي موقعو او د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې په روانو بيلو پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه كشوی۔په دې موقع حاجي محمد خان لهړي …
وزيراعظم د يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان صوبائي پارليماني سېكرټري حاجي محمد خان لهړی سره ملاقات
كوئټه 05 نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان په لهړي هاؤس كښې د ايكسائز و ټيكسيشن صوبائي پارليماني سېكرټري حاجي محمد خان لهړي سره مهم ملاقات كړے دے۔د ملاقات په مهال د هېواد او صوبائي سياسي صورتحال٬بلوچستان كښې د ځوانانو لپاره پرمختيائي موقعو او د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې په روانو بيلو پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه كشوی۔په دې موقع حاجي محمد خان لهړي د رانا مشهود احمد خان تود هركلے وكړو ۔په ملاقات كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې ځوانانو ته روزګار٬تعليم٬هنر او د كاروبار موقعې وركولو اقدامات وستائېلے شول۔حاجي محمد لهړي ووئېل ځوانان د پاكستان قيمتي سرمايه ده٬هغوي د پرمختګ په عمل كښې د شاملولو نه غېر د هېواد خوشحالي ممكن نه ده۔ده رانا مشهود احمد خان ته د بلوچستان ځوانانو لپاره د نورو پروژو پېل كولو خواست هم وكړو ۔رانا مشهود احمد خان باور وركړو چې د وزيراعظم يوتھ پروګرام له مخې د بلوچستان ځوانانو ته به خاص پام لرنه كولې شي دغسې چې هغوي هنر مند او خپلواكه كړې شي












