اسلام آباد۔4نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي په سوئېلې اسيا كښې نزدې 380 ملین كسان د غربت ښکار دي او منطقه كښې د موسمیاتي بدلونونو سنګين چیلنجونو سره مخ يوو ، په لويې شمېر كوچنيان د غذائي كمي او د تعلیم نه محروم دي ۔ ده په اسلام آباد كښې د تل پاتي تپرمختګ ادارې (ایس ډي پي …
د سباون لاس راوړنې بس د تل پاتي پرمختګ د لارې ممكن دي ، وفاقي وزیر احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔4نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي په سوئېلې اسيا كښې نزدې 380 ملین كسان د غربت ښکار دي او منطقه كښې د موسمیاتي بدلونونو سنګين چیلنجونو سره مخ يوو ، په لويې شمېر كوچنيان د غذائي كمي او د تعلیم نه محروم دي ۔ ده په اسلام آباد كښې د تل پاتي تپرمختګ ادارې (ایس ډي پي آئي) 28 مې سالګره باندې د پرمختګ کانفرنس ته خطاب كولو ۔ د كوم موضوع چې ”په رامخې ته نړۍ كښې د تل پاتي پرمختګ غیر مرتب او مرتب پیمانه“ ده ۔ په څلور ورځني کانفرنس كښې د 45 نه زياتې غونډې به كېږي چې پكښې به د پارلیمان غړي ، د معیشت كار پوهه ، د ماحوليات نړيوال پوهان او سفارت کار ګدون كوي ۔وفاقي وزیر ووئېل پاکستان سږ كال د شدید سیلابي صورتحال سره مخ شو جې پكښې د موسمیاتي بدلون سره سره ځينې وخت د آبي جارحیت اثرات هم شامل كېږي ۔ نارووال كښې راغلے سیلاب د دې يو واضحه مثال ے۔ احسن اقبال ووئېل د یو این رپورټ تر مخه د تل پاتي پرمختګ يوازې 17 فیصد اهداف درست پلو روان دي۔ په دې تناظر كښې د کلائمیټ فنانس منصفانه وېش ډېر ضروري دے ٬ دغسې چې ترقي كوونكې هېوادونه په دې اړه خپل اهداف سر كړي ۔وفاقي وزیرِ ووئېل وزیرِاعظم موسمیاتي مسائل معاشي مسائل ګرځولې دي او حکومت د ’’اُړان پاکستان‘‘ پروګرام تر مخه اوبه ، خوراک، تعلیم او د روزګار غوندې چیلنجز مقابلې كولو لپاره كار كوي۔ ده ووئېل هېواد كښې دا وخت دوه نيم كروړه ماشومان سكولونو ته نه ځي۔ حکومت د تعلیم ودې لپاره د ’’ایجوکیشن ایمرجنسي‘‘ تر مخه جامع اقدامات کوي٬ دغسې چې هر ماشوم ته د تعلیم حق ورسولې شي ۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئېل حکومت 5 ترجیحات ته پلم لرنه كوي چې پكښې د برآمدات ، انرجي، ماحول ، مساوات او تعلیم څانګې شاملې دي









