اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي موسمياتي بدلون د اوسني دور لويې چېلنج دے٬ مونږ له به په رامخې ته كېدونكې نړيوالې بې ترتيبۍ كښې تل پاتې پرمختګ لټول وي، د موسمياتي بدلون د زيان مخ نيوي او د انساني ترقۍ د چيلنجز مقابلې لپاره كوټلې هڅو ته اړتيا ده٬ د وسائلو موثره استعمال او د انساني ترقۍ …
موسمياتي بدلون د اوسني دور لويې چېلنج دے٬ مونږ له به په رامخې ته كېدونكې نړيوالې بې ترتيبۍ كښې تل پاتې پرمختګ لټول وي۔ ډاكټر مصدق ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سينيټر ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي موسمياتي بدلون د اوسني دور لويې چېلنج دے٬ مونږ له به په رامخې ته كېدونكې نړيوالې بې ترتيبۍ كښې تل پاتې پرمختګ لټول وي، د موسمياتي بدلون د زيان مخ نيوي او د انساني ترقۍ د چيلنجز مقابلې لپاره كوټلې هڅو ته اړتيا ده٬ د وسائلو موثره استعمال او د انساني ترقۍ وده قامي ترجيح ده۔ د نهې په ورځ د د ايس ډي پي ائي 28م پائيدار ترقي كنفرنس٬ اېس ټي پي ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د موسمياتي بدلون نه بچ كېدو لپاره به مونږ له تل پاتې نظام خپلول وي، د كال 2022 سېلاب څخه 1700 نه تر 2000 كسان مړه او اتيا لكه نه زيات بې كوره شوې ٬ چې پكښې مېرمنې٬ نارينه٬ سپين ګېري او كوچنيان شامل وو، د زرګونو په شمېر كلي وران شوي٬ سېلاب څخه د 32 نه تر 40 اربه ډالرو زيان شوے كوم چې د جي ډي پي د 15 نه تر 18 فيصد جوړېږي٬ ده ووئېل دا تباهي د پاكستان په تاريخ د بدترينه قدرتي آفتونو كښې يوه ده۔ وفاقي وزير زياته كړه چې د نړۍ د 40 فيصده كاربن اخراج يوازې دوه هېوادونه كوي او لس هېوادونه په نړۍ كښې د 75 فيصده نه د زيات كاربن اخراج ذمه وار دي۔ ده ووئيل الميه دا ده چې دغه لس هېوادونه كوم چې زياته الودګي خپروي٬ د نړۍ 85 فيصده “ګرين فنانسنګ فنډ” هم ترلاسه كوٶنكي دي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان، بنګله ديش او د نورو پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په نړيوال كاربن اخراج كښې برخه د يو فيصد نه هم لږه ده خو د دې باوجود زيات ځپلي هم دا هېوادونه دي ٬ دا صورتحال د نړيوال ماحولياتي انصاف لپاره يوه پوښتنه ده۔ ده ووئيل ماحولياتي انصاف به هله ممكن شي كله چې د كم اخراج هېوادونو ته ګرين فنانسنګ وركړې شي او الودګي خپروٶنكو هېوادونو ته د هغوي د ذمه وارۍ احساس وركړې شي









