بليو اکانومي د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره ګېم چېنجر ثابتېدې شي٬ حكومت د پاليسۍ تسلسل٬ سرمايه كارۍ ته وده وركول او تل پاتي بحري پرمختګ لپاره عزم لري۔ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي بليو اکانومي د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره ګېم چېنجر ثابتېدې شي٬ حكومت د پاليسۍ تسلسل٬ سرمايه كارۍ ته وده وركول او تل پاتي بحري پرمختګ لپاره عزم لري دغسې چې دا څانګه تر كال 2047 د سل اربه ډالرو په معيشت بدله كړې شي۔ ده دا خبرې د پاکستان انټرنيشنل ميري ټائم ايکسپو اينډ کنفرنس …

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي بليو اکانومي د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره ګېم چېنجر ثابتېدې شي٬ حكومت د پاليسۍ تسلسل٬ سرمايه كارۍ ته وده وركول او تل پاتي بحري پرمختګ لپاره عزم لري دغسې چې دا څانګه تر كال 2047 د سل اربه ډالرو په معيشت بدله كړې شي۔ ده دا خبرې د پاکستان انټرنيشنل ميري ټائم ايکسپو اينډ کنفرنس پرانستې غونډې ته د خاص مېلمه په توګه خپلې ورچوئل وېنا كښې وكړه٬ كومه چې په كراچۍ كښې ايکسپو سينټر كښې د پاکستان نيوي او د سمندري چارو وزارت په همكارۍ سره تابيا كړې شوې۔ د خزانې وزير د پاکستان نيوي، د سمندري چارو وزارت او د نيشنل انسټيټيوټ آف ميري ټائم افيئرز د نړيوال معيار كنفرنس كولو ستائنې كولو سره ووئيل سمندري معيشت پاکستان لپاره د پرمختګ نوې لارې پرانستې شي۔ په دې موقع ده د ګډون كوٶنكو٬ پوهانو او پينلسټس هركلے وكړو۔ د وېنا په مهال وفاقي وزير ووئيل د تېرو دوه نيمو كال په مهال پاكستان د معيشت استحكام پلو ځانګړے پېشرفت كړے دے٬ افراطِ زر سنګل ډيجټ ته راعلے او د روپۍ قدر مستحكم شوے۔ ده ووئيل په پاليسي ريټ كښې كمے او د نړيوال ريټنګ ايجنسو لخوا د پاکستان معيشت مستحکم ګرځول د نړيوال باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې آئي اېم اېف سره د سټاف لېول لوظنامه د پاكستان حكومت په پاليسيو د نړيوالې ورورولۍ د باور علامت دے۔ ده ووئيل پاكستان اوس يو داسې پرآٶ ته رسېدلے چرته چې روايتي اتحادي هېوادونه چين، امريکا، سعودي عرب او د متحده عرب امارات سره اړيكې په تجارتي او د سرمايه كارۍ په څانګه كښې په عملي مرسته بدلولې شي۔ اورنګزيب ووئيل اوس مهال سمندري معيشت د هېواد په جي ډي پي كښې يوازې د 0.4 نه تر 0.5 فيصد يا يو ارب ډالرو برخه لري خو دې كښې بلها امكانات پټ دي۔ ده ووئيل حکومت د فشريز او آبي زراعت څانګه كښې ويليو ايډډ پراسيسنګ، کولډ چين انفراسټرکچر او د نړيوال معيار حفظانِ صحت شرائطو ته وده وركوي دغسې چې د سمندري خوراك برآمدات د موجوده 50 کروړه ډالرو نه په راتلونكو څو كلونو كښې دوه اربه ډالره ته رسېدې شي ۔ ده د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرځايونو په جديدډول اپ ګريډيشن، ډيجيټلائزيشن، د تجديد وړ توان منصوبو په څېر ټائيډل او آف شور ونډ انرجي، او “بلو بانډز” اجرا غوندې په جديد مالياتي ذريعو هم زور راوړو۔ده ووئيل ميري ټائم بائيو ټيکنالوجي او سيمه ايزه مرسته د پاكستان تل پاتې اقتصادي پرمختګ كښې مركزي كردار لوبولې شي۔ وفاقي وزير اورنګزيب ووئيل بليو اکانومي، مصنوعي ذهانت، ډيجيټل انفراسټرکچر او د معدنيات په څېر د رامخې ته شوې څانګې د پاکستان د پرمختګ نوې محرك جوړېدې شي۔ ده د كنفرنس انتظاميه او ګډون كوونكو لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئېل دې كنفرنس څخه رامخې ته كېدونكې تجويزونه به د پاکستان بحري او اقتصادي پرمختګ كښې مرستياله ثبات شي

مزید خبریں