اسلام آباد 04 نومبر(اے پي پي) د پارليمنټ لاجز 2012 څخه د ځنډ ښكار بلاك كار بشپړېدونكے دے ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جوړېدونكې بلاك دوره وكړه او د روانو پرمختيائي پروژو يې تفصيلي جاج واخست۔د سي ډي اے چيئرمېن اے محمد علي رندهاوا د كورنيو چارو وفاقي وزير ته د منصوبې په پېشرفت بريفنګ وركړو چې پكښې ووئېل شول پروژه به په ټاكلې ټائم فريم كښې …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پارليمنټ لاجز 13 كاله د ځنډ ښكار بلاك دوره٬د پروژې زر بشپړېدو لپاره په دريو شفټونو كښې د كار كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر(اے پي پي) د پارليمنټ لاجز 2012 څخه د ځنډ ښكار بلاك كار بشپړېدونكے دے ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جوړېدونكې بلاك دوره وكړه او د روانو پرمختيائي پروژو يې تفصيلي جاج واخست۔د سي ډي اے چيئرمېن اے محمد علي رندهاوا د كورنيو چارو وفاقي وزير ته د منصوبې په پېشرفت بريفنګ وركړو چې پكښې ووئېل شول پروژه به په ټاكلې ټائم فريم كښې بشپړولې شي۔په دې موقع د سي ډي اے انجينئرنګ ممبر او نورو اړوند افسران هم موجود وو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير هدايت وكړو چې د پروژې په تكميل كښې به كوم هم تاخير برداشت نه كړے شي او ټولو كارونو كښې به اعفٰی معيار په هر صورت باوري كول وي۔ده د پروژې زر بشپړېدو لپاره په درېو شفټونو كښې د كار كولو هدايت هم وكړو ۔محسن نقوي ووئيل د كال 2012 څخه د ځنډ ښكار پروژې تكميل څخه به د پارليمان غړو ته معياري د استوګنې آسانۍ ترلاسه شي









